ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې کرنیز فارم جوړېږي

پکتیکا کې کرنیز فارم جوړېږي

author avatar
16 Sep 2018 - 17:07
پکتیکا کې کرنیز فارم جوړېږي
author avatar
16 Sep 2018 - 17:07

ښرنه (پژواک، ٢٥ وږى ٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ١١ ميليونه افغانيو په لګښت د يو کرنيز فارم جوړولو چارې پيل شوې.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وږي په ٢٥مه د پکتيکا د کرنې او مالدارۍ رييس نورالله سباوون وويل چې دغه فارم د درېيو مياشتو په موده کې پر ٤٠  جريبه ځمکه د ١١ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

ده وويل چې په دغه فارم کې به د کرنې رياست بېلابېلې نمونوي برخې جوړې شي او تر څنګ به يې کروندګرو ته د کرنې په برخه کې بېلابېل مېتودونه او طريقې هم تدريس شي.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې د دغه فارم جوړېدل د کروندګرو لپاره يو ښه زيرى دى او بايد هغوی مسلکي تجربې په کې ترلاسه کړي.

ده زياته کړه: ((په دغه ولايت کې د رغونې برخه ښه روانه ده او خلک هم ترې راضي دي.))

همدرانګه يوه کروندګر اسلام شاه پژواک ته وويل چې د دغه شان فارمونو جوړېدل ډېر مهم دي؛ ځکه چې له کروندګرو سره د مسلکيتوب په برخه کې ډېره مرسته کوي.

دغه راز د دغه ولايت کې يو شمېر نورو کروندګرو بيا شکايت وکړ چې د اوبو نه ذخيره کيدو له امله له ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.