ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان دیني عالمانو د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ

د بغلان دیني عالمانو د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ

author avatar
17 Sep 2018 - 16:38
د بغلان دیني عالمانو د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ
author avatar
17 Sep 2018 - 16:38

پلخمري (پژواک، ٢٦ وږى ٩٧): د بغلان یو شمېر دیني عالمانو په هېواد کې د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو ټينګار وکړ او له طالبانو نه يې هم وغوښتل چې د سولې پروسې ته لومړيتوب ورکړي.

دغه غونډه نن د (وږي ٢٦مه) د بغلان په مرکز پلخمري کې د لسګونو دينې عالمانو په ګډون جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د بغلان د دیني عالمانو سراسري شورا ریيس مولوي عبدالهادي نادم وویل، د هغو هېوادونو له مشرانو سره جګړه نه ده روا چې مسلمان دي خو په هېواد کې عدالت تامين نه وي.

ده وویل: ((منو چې حکومت کې ستونزې شته خو له اوسني بحرانه د وتلو یواځېنۍ لار راتلونکې ټاکنې دي، که غواړئ چې عدالت تامین شي، په ټاکنو کې هغه چا ته د رایو ورکولو په موخه برخه واخلئ چې پر بریالیتوب یې شته حالت بدل شي.))

دغه راز بل ديني عالم مولوي فریداحمد فروتن وویل چې راتلونکې ټاکنې هغه مهال د افغانانو اوسنی حالت بدلولای شي چې هېڅ یوه ډله یې پر وړاندې مخالفت ونه کړي.

ده وویل: ((هېواد مو د بهرنیانو لپاره د فکري پروژو پر مرکز بدل شوی، دغسې په یو هېواد کې به تر هغه ټاکڼې رڼې نه وي او رول ونه لري څو د جګړې ښکېلې خواوې له جګړې لاس وانه خلي او د بهرنیو کړیو شومې پروژې شنډې نه کړي.))

همدارنګه بل ديني عالم مولوي محمد یاسین مهدیار وويل چې ټول بايد په ټاکنو کې برخه واخلي او خپل دغه مسووليت ترسره کړي.

نوموړي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر ځاى سولې ته لومړيتوب ورکړي.

دغه راز د غونډې په پاى کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي وويل چې دیني عالمان د دين او ژوند ستنې دي.

ده وويل چې په دغه ولايت کې به د ښې حکومتولۍ لپاره هر کار د دينې عالمانو په مشوره ترسره کوي.

والي له دیني عالمانو په ټاکنو کې د برخې اخيستو او خلکو ته یې په اړه د معلوماتو ورکولو غوښتنه وکړه.

دیني عالمان په داسې حال کې د رڼو ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کوي چې د يو شمېر ګوندونو له لوري په ولايتونو کې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفترونو د دروازو تړلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.