خوست ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۹۷): په خوست کې د هېوادپال ځواک ټولنيز بنسټ غړي او د ولسي جرګې د لومړي مرستيال همايون همايون پلويان د رڼو ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کوي.
هغوی چې نن د (وږي ۲۶مه) يوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وويل که د ټاکنو خپلواک کمېسيون دوی ته د رڼو ټاکنو ترسره کېدو ډاډ ورنه کړي، نو د اعتراض په ډول به د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر د خوست د ټاکنو کمېسيون دروازه هم وتړي.
مدني فعال او د هېوادپال ځواک ټولنيز بنسټ مشر صاحب ګل فرهاد غونډې ته په خبرو کې وويل، کومه نوم ليکنه چې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره شوې له درغليو ډکه ده او په وينا يې د بايوميټريک پروسې پرته دوی ته دغه ټاکنې د منلو وړ نه دي.
هغه زياته کړه، که مرکزي حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دوی غوښتنې ونه مني، نو د اعتراض په ډول به د ټاکنو ولايتي دفتر دروازه وتړي او په لويو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
دی زياتوي: ((هغه يو ميليونه نوم ليکنه چې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره شوې موږ ته د منلو نه ده. راتلوونکې ټاکنې بايد د بايوميتريک پروسې له لارې ترسره شي، کنه موږ به په ټول توان د تقلبي ټول ټاکنو مخه ونيسو.))
د غونډې يو بل ويناوال قومي مشر ګل نواز هم غونډې ته خپلو خبرو کې د رڼو او شفافو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې له اوسني سياسي، امنيتي او اقتصادي بحران څخه د وتلو يواځېنۍ لار شفافې ټاکنې دي.
هغه وايي: ((ټول ټاکنې یوه ملي او ولسواکه پروسه او د دې پروسې په روڼوالي پورې زموږ د هېواد او زموږ د خلکو د ژغورنې هيلې تړلې دي.))
د هېوادپال ځواک ټولنيز بنسټ بل غړي فريد جان بيا غونډې ته وويل چې د برېښنايي پېژندپاڼو پرته که حکومت هر څومره دوی ته هر څومره د ټاکنو د شفافيت ډاډ ورکړي، دوی پرې باور نه کوي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ وليدې چې په زرګونو جعلي تذکرې وېش شوې، نو دولت بيا موږ ته څه د ټاکنو د شفافيت ضمانت راکړي. تر هغه چې برېښنايي تذکرې نه وي وېشل شوې، موږ پر ټاکنو باور نه لرو.))
د غونډې ګډونوالو همدا ډول وويل چې په هېواد کې د نافذه قوانينو په رڼا کې هېڅ حکومتي کس ته اجازه نه ورکوي چې د ټاکنو په کمېسيون کې لاسوهنه وکړي او خپل فرمايشونه پر ځای کړي.
د يادونې ده، په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ټاکنو ځايي دفترونه د معترضينو له خوا تړل شوي، خو د کورنيو چارو وزارت ويلي، که دوى له دغه کاره لاس وانه خلي، نو دوى به دا دفترونه د زور له لارې خلاصې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن