د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سولې کاروان: خلک بايد د روانې جګړې پر ضد ودرېږي

د سولې کاروان: خلک بايد د روانې جګړې پر ضد ودرېږي

Sep 17, 2018 - 15:20

مزارشريف (پژواک، ۲۶ وږی ۹۷): له هلمنده پيل شوی د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خيبر وايي چې خلک بايد د روانې جګړې پر ضد راپورته شي او له نړيوالو د افغانانو د ژوند خونديتوب غوښتنه وکړي.

نوموړي د وږي په ۲۶مه مزارشريف ښار کې د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل چې خلک بايد د روانې جګړې پر ضد راپورته شي او له نړيوالو د افغانانو د ژوند خونديتوب غوښتنه وکړي.

د سولې ولسي کاروان غړي چې له تېرو درېیو ورځو راهيسې په مزارشريف ښار کې دېره دي، دغلته يې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ليده کاته شوي.

د ياد کاروان سرلاری اقبال خيبر د افغانستان روانه جګړه د امريکايانو د حضور پايله بولي.

نوموړي وويل چې د امريکايانو په موجوديت کې افغانستان د ترهګرۍ پر ستر قرباني بدل شوی دی.

هغه زياته کړه: ((۲۰۰۱ کال کې که افغانستان کې يوه ترهګريزه ډله فعاله وه، اوس پکې ۲۰ ډلې فعالې دي، د امريکايانو په موجوديت کې د دا ډول حالت راتلل دا په ډاګه کوي، چې هغوی رښتيني نه دي)).

خيبر له طالبانو سره د امريکايانو د سولې وروستيو خبرو ته په اشارې وويل، چې امريکا غواړي يواځې د جګړې قومانده بدله کړي.

نوموړی زياتوي: ((ممکن د طالبانو مشران هم د حکمتيار په څېر راوستل شي؛ خو هڅې دې ته روانې دي چې جنګيالي يې د داعش په نوم جګړې ته اماده کړای شي.))

د سولې کاروان مشر زياتوي چې امريکايان غواړي د داعش ډلې له حضور څخه د افغانستان د ګاونډيو او ټوله سيمه کې د لاسوهنو استفاده وکړي.

هغه پر افغانانو غږ وکړ چې د يادو جګړه ييزو اهدافو د مخنيوي لپاره بايد سره يوموټی شي او پر ميليوني لاريونونو لاس پورې کړي.

خيبر وايي: ((موږ بايد يو موټی شو، د جګړې پر ضد ميليوني لاريونونه پيل کړو او جهانيانو ته ووايو چې موږ ترهګر نه يو، ترهګرۍ تاسې سره راغلې ده.))

په ورته وخت کې د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې مشر حميد صفوت وايي چې افغانان بايد د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي کاروان غږ بدرګه کړي.

نوموړي وويل چې افغانان د خپلو ګاونډيو او نورو نړيوالو په څېر د ښه ژوند حق لري خو په وينا يې بهرنيو مداخلو له دغه حق څخه محروم کړي دي.

صفوت زياته کړه چې روانه جګړه د پرديو د ګټو لپاره وبلله چې ټول زيان يې افغانانو ته اوړي.

هغه په هېواد کې کمزورې حکومتولي هم د دې لامل وګڼله چې په پايله کې يې تشدد زيات شوی دی.

مدني فعال سيد محمد يزدان پرست بيا د افغانستان ګاونډيان ښکېل وبلل چې د خپلو لاسپوڅو له لارې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د ډېرېدو په لټه کې دي.

هغه زياته کړه: ((دلته ځکه جنګ دی چې موږ د خپلو اوبو د مديريت وس پيدا نه کړو، دلته ځکه جګړه ده، چې موږ د ترياکو د توليدوونکی هېواد و اوسو.))

نوموړی زياتوي چې د افغانستان د نظام په دننه کې يو شمېر کړۍ هڅې کوي څو د جرمي اقتصاد له لارې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

يزدان پرست په کابل او ننګرهار کې وروستيو بريدونو ته په اشارې وويل چې د افغانستان دښمنان غواړي، څو د افغانانو ترمنځ قومي او مذهبي اختلافات رامنځته کړي، خو زياتوي چې هغوی به خپلې دې موخې ته ونه رسېږي.

د سولې ولسي کاروان غړی ښايي نن دوشنبې ماښام د بلخ سفر پای ته ورسوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement