ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د مقر خلک نا امنیو اندېښمن کړي

د غزني د مقر خلک نا امنیو اندېښمن کړي

author avatar
17 Sep 2018 - 14:58
د غزني د مقر خلک نا امنیو اندېښمن کړي
author avatar
17 Sep 2018 - 14:58

غزني ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩٧): د غزني د مقر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله لسګونه کورنۍ کډه شوې، خو بلخوا چارواکي بيا دغه ستونزه ډېره جدي نه بولي.

د مقر ولسوالۍ د ګداخېلو سيمې اوسېدونکي نقيب الله د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې هره ورځ د دوى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

د هغه په وينا، د دې جګړو يو شمېر مرمۍ د خلکو پر کورونو لګېږي چې له امله يې خلک سخت اندېښمن دي.

ده زياته کړه: ((خلک له دې جګړو څخه ډارېږي، تر اوسه لسګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.))

دغه راز د دې ولسوالۍ د هستې سيمې اوسېدونکي ذبيح الله پژواک ته وويل چې د روژې مياشتۍ له پيله په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

دى وايي: ((کله چې طالبانو له روژې وړاندې په دې ولسوالۍ کې د موټربم بريد وکړ، له هغه وروسته هره ورځ جګړې وي.))

ده هم وويل چې له دې جګړو نور خلک سخت په تنګ شوي، ډېرو کډې وکړې نورو سيمو ته ولاړل.

همدرانګه غزني ښار کې د مقر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جاوېد پژواک ته وويل چې دوه مياشتې وړاندې يې غزني ښار ته کډه راوړې ده.

هغه زياته کړه: ((يو وخت د غزني تر ټولو امنه ولسوالي مقر وه خو اوس په کې مشکل بېخي ډېر دى، هره ورځ په کې جنګ وي.))

ياد او د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په مقر کې امنيت تامين کړي څو دوى وکولاى شي په ارامه په خپل کور او کلي کې ژوند وکړي.

دغه راز د غزني ولايتي شورا غړي عبدالباري شيلګري هم وويل چې په دې وروستيو کې د غزني په ډېرو ولسواليو کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

ده وويل: ((که د ولسواليو د امنيت د تامين لپاره اړين اقدامات ونه شي، امکان شته چې يو شمېر سيمې طالبان ونيسي او خلک کډې کولو ته مجبور شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.