ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست ته په تېرو ۱۷ کلونو کې پراختیايي بودجه نه ده ورکړل شوې

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست ته په تېرو ۱۷ کلونو کې پراختیايي بودجه نه ده ورکړل شوې

author avatar
17 Sep 2018 - 11:57
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست ته په تېرو ۱۷ کلونو کې پراختیايي بودجه نه ده ورکړل شوې
author avatar
17 Sep 2018 - 11:57

ګردېز (پژواک، ٢٦ وږى ٩٧): د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي چې اړوند وزارت په تېرو ١٧ کلونو کې هېڅ پراختيايي بودجه نه ده ورکړې چې له امله يې په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا د پکتيا خلک او د ادب او فرهنګ د بېلابېلو برخو فعالان پر اطلاعاتو او کلتور وزارت کلکه نيوکه کوي چې دغه ولايت ته يې هېڅ پام نه دی کړی.

دوی وايي، سره له دې چې په پکتيا کې زيات لرغوني ځايونه او اثار شته، خو تر اوسه يې ساتنې او ترميم ته هېڅ کار نه دی شوی.

د بريا فکري بنسټ مشر ساحل منګل د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد وزارت په پکتيا کې هېڅ فرهنګي، ادبي او علمي چاره نه ده ترسره کړې او نه يې له فرهنګيانو او څېړونکو سره مرسته کړې ده.

منګل وايي: ((پکتيا کې هېڅ ډول فرهنګي او ادبي چارې نه تر سترګو کېږي، يوازې فرهنګيان په خپل شخصي لګښت ځيني وخت فرهنګي پروګرامونه جوړوي. د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا تر اوسه په لويه پيمانه کوم کار نه دی شوی، نه سيمينارونه جوړ شوي، نه کتابونه چاپ شوي، نه تاريخي ابدات رغول شوي، هېڅ کار هم نه دی شوی.))

فرهنګيان ياد وزارت له پکتيا سره پر توپيري چلند تورنوي او وايي که پکتيا ته پام ونه شي او رياست همداسې سمبوليک وي، نو اطلاعاتو او کلتور رياست به وتړي.

د دوی له ډلې نور ولي ثابت پژواک ته وويل: ((په تېرو اوولسو کلونو کې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پکتيا کې هېڅ کار هم نه دی کړی، که پکتيا ته بودجه ورنه کړل شي او تاريخي ځايونو او فعاليتونو ته توجه ونه شي، نو موږ ځوانان به اطلاعاتو او فرهنګ رياست وتړو.))

د پکتيا پرېس کلب مشر حقمل مسعودزی، فرهنګ د يو هېواد د تاريخ او پېژندنې مهمه برخه او په عين حال کې د عايد ښه سرچينه يادوي او په حکومت نيوکه کوي چې دې مهمې برخې ته خورا کمه بوديجه ځانګړې کوي.

مسعودزی وايي، د کلتور وزارت بايد د پردي کلتوري يرغل په مخنيوي کې فعال و اوسي او په هېواد کې د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي چې له هغې ډلې پکتيا هم د سياحت ښې سيمې لري.

نوموړي پژواک ته وويل چې په پکتيا کې ځينې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله له فعاليته لوېدلې او ځينو نورې له ورته ګواښ سره مخ دي چې اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد جدي پام ورته وکړي.

نوموړی وايي: ((فرهنګ د يو هېواد لپاره ډېر ارزښتمن دی، ځيني هېوادونه د فرهنګ لپاره ډېره زياته بودجه مصرفوي. په پکتيا کې يو شمېر رسنۍ سقوط شوې او ځينې نورې د سقوط له ګواښ سره مخ دي، که غواړي چې فرهنګ مو وده وکړي، نو پر رسنيو دې هم سمه پانګونه وکړي.))

مدني فعال نصير غورځنګ د پکتيا اطلاعات او کلتور رياست پړ ګڼي چې له وزارته د پراختيايي بودجې د اخيستو ظرفيت نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.