ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځمکو اداره: په تېرو شپږو میاشتو کې زرګونه جریبه ځمکه سروې شوې

د ځمکو اداره: په تېرو شپږو میاشتو کې زرګونه جریبه ځمکه سروې شوې

author avatar
17 Sep 2018 - 10:19
د ځمکو اداره: په تېرو شپږو میاشتو کې زرګونه جریبه ځمکه سروې شوې
author avatar
17 Sep 2018 - 10:19

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۹۷): د افغانستان د ځمکو ادارې چارواکي وايي، يادې ادارې په تېرو شپږو مياشتو کې د دولتي ځمکو بانک له لارې د يو ميليون او ۲۸۶زره او ۳۱۷ جريبه ځمکې سروې چارې پای ته رسولې دي.

د يادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لړۍ يې د ولسمشر محمداشرف غني د حکم له مخې د روان کال د وري په اتمه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې پيل کړې او د شپږو مياشتو په ترڅ کې دغه اندازه ځمکه سروې شوې ده.

په خپرپاڼه کې راغلي: "له يادې شمېرې ۱۵۸۸۶۰ جريبه په پلازمېنه کابل، ۱۱۵۵۹۹ جريبه په بلخ، ۱۳۱۷۹۹ جريبه په نيمروز، ۵۹۹۳۰ جريبه په پکتيا، ۵۶۵۸۱ جريبه په کندهار، ۷۶۵۸۷ جريبه په لغمان او پاتې ۶۸۶۹۶۱ جريبه نوره هم په ۲۲ ولايتونو کې سروې شوې ده."

سرچينه ليکي، د دولتي ځمکو بانک د ځمکولۍ چارو د تنظيم قانون لسمې، يوولسمې او دوولسمې مادو له مخې او د ولسمشر غني له حکم سره سم د افغانستان د ځمکو ادارې له خوا جوړ شوی چې موخې يې د دولتي ځمکو او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونو سروې او ثبت، د خصوصي سکټور د پانګې جذب، د حکومت د اقتصادي، پراختيايي او ټولګټو پروژو د پلي کېدو، د کاري فرصتونو او د ملي عواېدو زياتېدل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ځمکو اداره په پام کې لري چې د ۱۳۹۷ لمريز کال تر پايه دوه ميليونه جريبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او په سيستم کې ثبت کړي.

د افغانستان د ځمکو ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو مشر حشمت ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولتي ځمکو سروې د ظاهرشاه په زمانه کې پيل شوې وه، خو د ناڅرګندو دلايلو له مخې درېدلې وه او دا لومړی ځل دی چې د ولسمشر غني د حکم له مخې بيا پيلېږي.

هغه زياته کړه، د دې کار موخه دا ده چې ټولې دولتي ځمکې او جايدادونه ثبت شي، له بده مرغه چې تر دې دمه د دولتي ځمکو د شمېر په اړه کره امار نشته خو د دې برنامې په پای ته رسېدو سره به د دولتي ځمکو کره شمېره به معلومه شي.

ناصري وايي: "د دولتي ځمکو او جايدادونو کره احصاييه د دې لامل کېږي چې پراختيايي پروژې په ښه ډول پلې شي، کورنيو او بهرنيو پانګه والو به پانګونې ته وهڅول شي، د ځمکو د غصب مخنيوی وشي، د امنيتي ځواکونو د شهيدانو کورنيو، کډوالو او کورنيو بې ځايه شوو کسانو ته به په عادلانه ډول ځمکې ووېشل شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.