د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: له امریکا سره امنیتي تړون د بیا کتنې طرحه د هېواد له امنیت سره مرسته نه کوي

عبدالله: له امریکا سره امنیتي تړون د بیا کتنې طرحه د هېواد له امنیت سره مرسته نه کوي

Sep 17, 2018 - 17:00

 کابل (پژواک، ٢٦ وږی ٩٧): اجرائیه رییس له امریکا سره امنیتي تړون ته د بیا کتنې غوښتنه د ځينو کسانو شخصي غوښتنه بولي او وايي، دغه موضوع په هېواد کې د امنيتي وضعیت له ښه کېدو سره هېڅ مرسته نه کوي.

په وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړو، جهادي مشر صبغت الله مجددي او ځينو سیاسي څېرو امریکا په افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ناکامه وبلله و له دغه هېواد سره پر امنیتي تړون یې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې لاسلیک شو.

له افغانستان سره د امریکا امنیتي تړون ته بیا کتنه

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، ځیني سیاسي ګوندونه او سازمانونه د خپلو شخصي ګتو لپاره دا ډول موضوعات مطرح کوي.

هغه زیاته کړه: ((دا یوه بهانه ګڼم او فکر کوم چې نه په هېواد کې له امنیتي وضعیت او نه د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوي.))

د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو په دوام کې وویل: ((هغه سیاسیون چې دغه موضوع مطرح کوي، داسې نه ده چې خبر نه دي، له بده مرغه ځیني شخصي مسایل چې مخکې موجود وو، د دې سبب کېږي چې په ټولنه کې یوه داسې موضوع مطرح کړي چې د هېواد له امنیت او ارامۍ سره هېڅ مرسته نه کوي.))

هغه د دې په ویلو سره چې په افغانستان کې نا امنۍ د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېږي او اوس هم په هېواد کې تروريستي پټنځایونه شته، دغه مسئلې د افغانانو، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اړتیا رامنځته کوي او ویې ویل: ((د دې موضوع تر پوښتنې لاندې راوستل د افغانانو غوښتنه نه ده او په دې برخه کې هېڅوک د افغانانو استازیتوب نه شي کولای.))

عبدالله دې ته په اشاره چې ځينې خلک ادعا کوي چې له امریکا سره امنیتي تړون ته بیا کتنه د ټولو افغانانو غوښتنه ده او دوی د خلکو له ادرسه خبرې کوي زیاته کړه: ((که ځان ته هر عنوان ورکړي او ووايي چې موږ د افغانانو په استازيتوب خبرې کوو چې دغه امنیتي تړون ته دې بیا کتنه وشي او که په هر ځای کې د دغه امنیتي تړون د لغوه کېدو غږ پورته کړي، غوښتنې یې د منلو وړ نه دي.))

بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دې جرګې په عمومي ناسته کې له افغانستان سره د امنیتي تړون په اړه د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړه بېړنۍ وبلله او ویې ویل، په اوسنیو شرایطو کې د امنیتي تړون لغوه کېدل او هغه ته بیا کتنه د افغانستان په ګټه نه ده.))

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې شکریې پیکان احمدي وویل: ((په دې حساسو شرایطو کې له امریکا سره امنیتي تړون ته بیا کتنه او لغوه کېدل یې د افغانستان په ګټه نه دي؛ ځکه امریکا د امنیتي ځواکونو د تجهیز او معاش ورکولو سربېره د ځينو پرمختیايي پروژو ملاتړ هم کوي.))

هغه وايي، هغه تصمیم چې تېره اوونۍ په د یادې جرګې د یو شمېر غړو له خوا نیول شوی، بېړنی او احساساتي دی.

دغه راز په یاده جرګه کې د زابل د خلکو استازې زهرا توخې وویل: ((له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون په اړه د ولسي جرګې د یو شمېر غړو تصمیم بېړنی و، که موږ له امریکا سره امنیتي تړون ونه لرو، موږ د امنیتي ځواکونو د یوې میاشتې معاش ورکولو توان نه لرو، د افغانستان جګړه استخباراتي ده چې پر افغانانو تپل شوې، هیله من یو چې د خلکو استازي په ډېر غور ګام پورته کړي او احساساتي تصمیم ونه نیسي.))

خو په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی سره له دې چې وايي، د امریکا او افغانستان ترمنځ له امنیتي تړون سره چندان علاقه نه لري خو له حکومته غواړي چې د حقوقپوهانو یوه کمېټه رامنځته کړي څو د امنیتي تړون مواد وڅېړي چې تر کومې کچې د افغانستان په ګټه دی.))

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي په دې اړه وویل: ((امنیتي تړون د بیا کتنې موخه امن ته د خلکو لاسرسۍ دی او دا د افغانانو حق دی چې امنیت یې خوندي شي.))

هغه وايي، د ولسي جرګې غړي په هېواد کې د نا امنۍ زیاتېدو او د افغانستان په چارو کې لاسوهنې ته په کتو دغه تصمیم نیولی دی.

د نوموړي په خبره، د دې جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون ته دنده ورکړل شوې چې امنیتي تړون ته بیا کتنه وکړي او راپور یې دې جرګې ته وړاندې کړي.

افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر

اجرائیه رییس د خپلو خبرو په دوام کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: ((موږ بیا هم خپلې اندېښنې مطرح کړې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته مو وویل، افغانستان هېڅ ګاونډي ته بد نیت نه لري.))

د پاکستان د نوي حکومت له جوړېدو وروسته، شاه محمود قریشي دوې ورځې مخکې د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا کابل ته راغی او له افغان چارواکو سره یې خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، دواړو لورو پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه امنیت، په سیمه کې سوله او ثبات، له تروريزم سره ګډه مبارزه، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر تطبیق او د افغانانو په مشرۍ له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه خبرې وکړې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې په دې برخه کې له افغان دولت سره مرسته وکړي.

ډاکتر عبدالله هیله مندي ښکاره کړه چې د پاکستان نوی حکومت فرصت لري چې د یادو څرګندونو په برخه کې چې په سیمه کې د سولې او ثبات غوښتنه پکې شوې ده له افغانستان شته ستونزو ته جدي پاملنه وکړي.

عبدالله زیاته کړه: ((هیله مند یو هغه ډلې چې تاوتریخوالی کوي، له تروریستي لارو کار اخلي او بې ګنا خلک وژني د هېڅ هېواد ملاتړ ونه لري او هېڅ هېواد په دې فکر کې نه شي چې ترورېستي ډلې د دوی پر سیاست او حکومت کې اغېزمن واقع کېدلای شي.))

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي ادارو تړل

عبدالله عبدالله په ځينو ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ادارو تړل د اندېښنې وړ وبلل او ویې ویل، دغه کار به د رڼو ټاکنو له ترسره کېدو سره هېڅ مرسته ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سیاسيګوندونو او حرکتونو دوې ورځې مخکې په کندهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ادارې وتړلې او ګواښ یې وکړ چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي په شلو نورو ولایتونو کې به هم د ټاکنو کمېسیون ادارې وتړي.))

د لېږد وړ رايې سیستم (ام ډي ار) ته د نه لېږدېدو د واحدې رایې د سیستم (اېس اېن ټي وي) بدلول، د رایې ورکوونکو بایومټریک او سیاسي ګوندونو، ملي ايتلاف او مدني بنسټونو ته د ټاکنو د بهیر د څار ونډه ورکول د سیاسي ګوندونو او بنسټونو هغه غوښتنې دي چې د یوې طرحې په ډول یې افغان دولت ته وړاندیز کړې دي.))

عبدالله عبدالله وویل، د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل د ټولو افغانو غوښتنه او دغه راز د سیاسي ګوندونو عمده نظر دی، د ټاکنو د شفافیت لپاره لازم اقدامات شوي، که د دې اقداماتو په اړه سیاسي ګوندونو کومې کتنې لري د بحث وړ دي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپلې خپلواکۍ ته په احترام مسوولیت لري چې له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو سره خبرو ته دوام ورکړي، ځکه د ټاکنو شفافیت د یوه یا څو ګوندونو غوښتنه نه ده بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

د پروموټ پروژه

ډاکتر عبدالله د خپلو خبرو په پای کې د سیګار ادارې د هغه راپور په اړه چې په کې ویل شوي په افغانستان کې د پروموټ (د ښځو ملاتړ)‌ پروژه ناکامه ده وویل، سره له دې چې د پروموټ په اړه د یادې ادارې راپور ټکان ورکوونکی دی خو په حقیقت کې دا هغه پروژه وه چې په بېلا بېلو برخو کې یې مثبت اغېز درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د سیګار (د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې اداره) په تازه راپور کې راغلي چې د پروموټ پروژې له خپلې اصلي موخې سره ډېره فاصله درلوده او روښانه شوې چې یاده پروژه بې ګټې او ضعیفه پلان شوې ده.

خو ډاکتر عبدالله عبدالله وویل، ځينو همکارانو ته دنده ورکړل شوې چې دغه راپور وڅېړي، له امریکايي چارواکو سره چې دا مسوولیت لري خبرې وکړي او د هغو پایله له ټولو سره شریکه کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement