ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې يوشمېر پروژې پرانیستل شوې

لغمان کې يوشمېر پروژې پرانیستل شوې

author avatar
17 Sep 2018 - 10:55
لغمان کې يوشمېر پروژې پرانیستل شوې
author avatar
17 Sep 2018 - 10:55

جلال اباد (پژواک، ۲۶ وږی ۹۷): د لغمان ولايت مرکز او قرغيو ولسوالۍ کې د نږدې ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې ټولګټې پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

يادې پروژې پرون د دغه ولايت د والي اصف ننګ او يو شمېر نورو چارواکو له لوري د پټۍ په پرېکولو پرانيستل شوې.

د لغمان ولايت د رسنيو له دفتره د وږي په ۲۶مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو پروژو کې د مرکز اړوند د چهاردهي په سیمه کې د يو کانال د ځينو برخو، قرغيو ولسوالۍ کې د ۱۱۶۰ مترو په اوږدوالي د بولډر وال د ډبرې اېښودل او په همدې سیمه کې د یو کرنیز کانال پروژې پرانيستل شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د مرکز مهترلام ښار اړوند د چهاردهي کانال د بستر د کانکرېټولو پروژې کار پرانيستل شو چې په دوو مياشتو کې به په بشپړ شي.

سرچينې ويلي چې د دغه کانال په رغېدو سره به د اوبو د ضایعاتو او د سېلابونو د خطراتو د مخنیوي په برخه کې کروند ګرو ته ډېره ګټه ورسېږي.

دغه راز د قرغيو ولسوالۍ د کاکڅ د بولډر والونو پروژه چې په دوو برخو کې د ماليې وزارت د نږدې ۲۵ نيم ميليونه افغانيو په مالي ملاتړ د يو کال په موده کې جوړېږي، په جوړېدو سره به يې په ياده سيمه کې په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د اوبو له ګواښه وژغورل شي.

په خبرپاڼه کې ليکل شوي چې بل لور ته بيا له طبيعي پېښو سره د چمتووالي ادارې په هلو ځلو او د IMC  ادارې په مالي ملاتړ د يو ميليون او سل زره افغانیو په ارزښت د کاکڅ کرنيز کانال چې ۱۰۳ متره اوږدوالی او ۲ متره عرض لري، د دوو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی، پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

خبرپاڼه زياتوي، د دغه کانال په جوړېدو سره ۲۵۰۰ جریبه ځمکه د اوبخور تر عصري سیستم لاندې شوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.