ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د اړيکو ځانګړى مرکز جوړ کړ

ملګرو ملتونو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د اړيکو ځانګړى مرکز جوړ کړ

author avatar
17 Sep 2018 - 19:02
ملګرو ملتونو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د اړيکو ځانګړى مرکز جوړ کړ
author avatar
17 Sep 2018 - 19:02

کابل(پژواک،٢٦وږى٩٧): ملګرو ملتونو د کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو ستونزو ته د رسېدو په موخه د اړيکو يو ځانګړى مرکز جوړ کړ.

د اړوندې موضوع په اړه د ملګرو ملتونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اواز په نوم دغه مرکز نن په کابل کې  پرانېستل شو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ٤١٠ شمېرې له لارې ټول خلک په ځانګړي ډول راستانه شوي کډوال او بې ځايه شوې کورنۍ کولى شي چې له دې مرکز سره د خپلو ستونزو د حل لپاره اړيکه ونيسي.

د سرچينې په حواله، دغه مرکز د اړيکې نيوونکو کسانو ستونزې له اړوندې ادارې سره شريکوي ترڅو د حل لار ورته پيدا کړي.

د ياد مرکز د پرانېستې په مراسمو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال توبي لنزر وويل چې د لومړي ځل لپاره دغه مرکز په افغانستان کې جوړ شو.

هغه وويل چې دغه مرکز به وکولى شي په افغانستان کې زيانمن شويو کورنيو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د يادونې ده چې په دې مرکز کې اته کسان کار کوي چې څلور يې ښځې او څلور نارينه دي چې د پښتو او دري ترڅنګ په انګليسې ژبې هم د خلکو ستونزې ثبت او د حل لپاره يې هلې ځلې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.