کابل(پژواک،٢٦وږى٩٧): ملګرو ملتونو د کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو ستونزو ته د رسېدو په موخه د اړيکو يو ځانګړى مرکز جوړ کړ.
د اړوندې موضوع په اړه د ملګرو ملتونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اواز په نوم دغه مرکز نن په کابل کې پرانېستل شو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ٤١٠ شمېرې له لارې ټول خلک په ځانګړي ډول راستانه شوي کډوال او بې ځايه شوې کورنۍ کولى شي چې له دې مرکز سره د خپلو ستونزو د حل لپاره اړيکه ونيسي.
د سرچينې په حواله، دغه مرکز د اړيکې نيوونکو کسانو ستونزې له اړوندې ادارې سره شريکوي ترڅو د حل لار ورته پيدا کړي.
د ياد مرکز د پرانېستې په مراسمو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال توبي لنزر وويل چې د لومړي ځل لپاره دغه مرکز په افغانستان کې جوړ شو.
هغه وويل چې دغه مرکز به وکولى شي په افغانستان کې زيانمن شويو کورنيو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د يادونې ده چې په دې مرکز کې اته کسان کار کوي چې څلور يې ښځې او څلور نارينه دي چې د پښتو او دري ترڅنګ په انګليسې ژبې هم د خلکو ستونزې ثبت او د حل لپاره يې هلې ځلې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن