قلعۀ نو (پژواک، ٢٦ وږی ٩٧): د بادغيس د والي ویاند وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې شپږ پولیس وژل شوي او ۲۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بادغيس د والي ویاند جمشېد شهباني پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو مخالفینو تېره شپه د یاد ولایت په مرکزي سیمه «بند سبزک» کې پر یوه امنیتي پوسته چې د هرات ـ قلعه نو پر لویه لار پرته ده برید کړی دی.
د نوموړي په خبره، په دې جګړه کې اته وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.
شهباني دغه راز زیاته کړه چې په یاده دوه ساعته نښته کې د ملي پولیسو د عملیاتي کنډک قوماندان عبدالحکیم او پنځه پولیس وژل شوي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي ويلي چې یاده پوسته وسله والو مخالفینو نیولې وه، خو شهباني د پوستې سقوط نه مني او وايي، سیمه اوس د امنیتي ځواکونو تر واک لاندې ده او وضعیت نورمال دی.
وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن