فراه (پژواک، ۲۶وږی ۹۷): د فراه د ولایتي شورا یو غړی وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک، پشترود، پشتکوه او مرکز کې پر امنیتي پوستو د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې ۲۲ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع د دغه معلوماتو تر څنګ وویل، طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په یادو سیمو کې د پولیسو او ملي اردو پر امنيتي پوستو بریدونه کړي، ۲۲ امنیتي سرتېري یې وژلي او اووه پولیس یې ژوندي نیولي دي.
نوموړي د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له حکومته یې دغه ولایت ته د ډېرو امنیتي ځواکونو د لېږلو او د وسله والو مخالفینو پر ضد د پراخو عملیاتو ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د فراه ولایت د چارواکو نظر واخلي خو بریالی نه شو.
طالبان ادعا کوي چې د دوی د تېرې شپې په بریدونو کې ۲۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور یې ژوندي نیولي خو طالبانو ته زیان نه دی اوښتی.
د راپورونو له مخې درې ورځې مخکې هم په دې ولایت کې د طالبانو په برید کې ۱۷ امنیتي ځواکونه او شپږ طابلانو وژل شوي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن