ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهاری: د ژمي تر سلواغې میاشتې د ورښت امکان یو سلنه دی

کندهاری: د ژمي تر سلواغې میاشتې د ورښت امکان یو سلنه دی

author avatar
17 Sep 2018 - 16:41
کندهاری: د ژمي تر سلواغې میاشتې د ورښت امکان یو سلنه دی
author avatar
17 Sep 2018 - 16:41

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٧): د هېواد ستوري پېژوندونکي عبدالله کندهاري وړاندوينه کړې ده چې د راتلونکي ژمي تر سلواغې مياشتې پورې د ورښت يو سلنه امکان شته.

کندهاري د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وچکالۍ په دوام سږ کال هم د کمو ورښتونو اټکل کېږي.

خو هغه زياته کړه چې په غرنيزو سيمو کې د ورښتونو (باران او واورې) امکان شته، خو په هوارو سيمو کې یې بيا امکان ډېر کم دی.

کندهاري دغه راز وويل چې په راتلونکې تله مياشت کې به هوا ناڅاپه سړه شي، خو له هغه وروسته مياشتو کې به بېرته ښه شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د ورښتونو لپاره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د استسقا لمنځونه وکړي.

ديني عالم مولوي سيد اعظم الهاشمي وايي چې د استسقاء لمونځ سنت دى، محمد ص او صحابه کرامو په بېلابېلو وختونو کې د وچکالۍ پر مهال کړى دى.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د ورښتونو لپاره د استسقاء لمونځ تر څنګ صدقات او خيراتونه هم وکړي.

هغه وويل، حکومت هم مسووليت لري چې د حج او اوقافو وزارت له لارې خلک وهڅوي چې د استسقاء لمنځونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد تر ٢٣ زيات ولايتونه وچکالۍ ځپلي دي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.