ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید کارونه چټک شوي

کندهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید کارونه چټک شوي

author avatar
17 Sep 2018 - 10:02
کندهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید کارونه چټک شوي
author avatar
17 Sep 2018 - 10:02

کندهار (پژواک، ٢٦ وږی ۹۷): په کندهار کې د لمریزې برېښنا د تولید د دوو پروژو کارونه چې یوه به یې ۳۰ او بله به یې لس مېګاواټه برېښنا تولیدوي، چټک شوي دي.

چارواکي په داسې حال کې د یادو دوو سولر پلانټونو د کارونو د ګړندي کولو خبر ورکوي چې د هلمند په کجکي بند کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید یو توربین درېدلی او تر راتلونکو څو ورځو به دویم توربین هم ودرېږي.

په عادي حالت کې له کجکي بند څخه کندهار ته ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېده چې اوس ۷ مېګاواټه ته را ټیټه شوې ده.

له کلونو راهیسې د کندهار اوسېدونکي او پانګه وال د برېښنا د کمښت له امله کړېږي او د ژوند ډېرې چارې یې اغېزمنې کړي دي.

خو چارواکي وايي چې د لمریزې برېښنا د پروژو په فعاله کېدو به دغه ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.

د کندهار د برېښنا رییس امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سولري برېښنا پلانټونو کار په دې وروستیو کې چټک شوی او تر راتلوکو څو اوونیو به د دغو پلانټونو مزي له مرکزي برېښنا کوټ سره وصل شي چې اوس یې د پایو درولو کار روان دی.

د ۳۰ مېګاواټه سولر پلانټ لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې هوايي ډګر ته څېرمه او د ۱۰ مېګاواټه سولر پلانټ لپاره د همدې ولسوالۍ نساجي فابریکې ته مخامخ زرګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

هغه زیاتوي، د دغو پلانټونو اړوند د احاطې د دېوالونو او اړوندو نورو ودانیو چارې بشپړې شوې او اوس په کې د لمریزې برېښنا د تولید د هيندارو نصبول پيلېږي چې تر راتلونکو څو میاشتو به بشپړې شي.

د ده په خبره، د ۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې ټول لګښت ۳۹ میلیونه امریکايي ډالر دی چې ۱۴ میلیونه ډالره یې د افغانستان د دولت له خوا د سب سایډي په توګه ورکول کېږي خو پاتې پیسې د زولارستان او ۷۷ ترکي کمپنیو له خوا ورکول کېږي.

د فاروقي په وینا، د دې پروژې د ۱۵ مېګاواټه برېښنا د تولید چارې د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ او د ۱۵ مېګاواټه برېښنا د تولید چارې د زولارستان کمپنۍ له خوا بشپږېږي.

دی وايي، د قرارداد له مخې یادې کمپنۍ تر راتلونکو شلو کلونو دغه برېښنا د افغانستان پر برېښنا شرکت په ټیټه بیه پلوري او وروسته به بشپړه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت ته سپاري.

دغه راز د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت ترسره کېږي چې ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ (زولارستان) له خوا ورکول کېږي.

د دې پروژې کار له درې کلن ځنډ وروسته تېر کال (د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د سیپټمبر ۲۴مه) پيل شوی او ژمنه شوې وه چې د دوولسو میاشتو په اوږدو کې (د ۲۰۱۸ کال د اګست تر میاشتې) به بشپړ شي.

خو تر دې وروستیو یې یوازې د احاطې د دېوال او ځمکې د هموارولو چارې بشپړې شوې وې او نور کارونه یې ځنډېدلي وو.

د برېښنا رییس وايي چې اوس مهال د دې پروژې چارې هم چټکې شوې او تر راتلونکو څو میاشتو به بشپړې شي.

د ده په خبره، د یادو دواړو پروژو په بشپړېدو سره به د کندهار صنعتي پارک د برېښنا ستونزه یو مخ هواره شي او اضافي برېښنا به ښاریانو ته ورکړل شي.

اوسمهال د کندهار صنعتي پارک ته د ۱۰ ساعتونو لپاره د اوونۍ شپږ ورځې ۸ مېګاوټه برېښنا له ډېزلي جنراتورونو ورکول کېږي چې بسنه نه کوي.

د کجکي بند د برېښنا په اړه فاروقي وویل، په دې وروستیو کې په دغه بند کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید توربین درېدلی دی او ښايي تر راتلونکو څو ورځو دویم توربین هم ودرول شي.

دی وايي، په ټولیزه توګه ټول هېواد او په ځانګړې توګه سوېلي زون سختې وچکالۍ ځپلی چې له امله یې د هلمند په کجکي بند کې د اوبو کچه له ۷۰ مترو څخه ۴۷ مترو ته راټيټه شوې او توربینونه نه شي ګرځولای.

له همدې امله اوس د برېښنا تولید ۷ مېګاواټه ته را ټيټ شوی چې کندهار ښاریانو ته په هرو ۴۸ ساعتونو کې د ۷ یا ۸ ساعتونو لپاره ورکول کېږي څو یوازې خپلې لومړنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.

کجکي بند ته ۳ توربینونه نصب دي چې په عادي حالت کې ۵۱ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او کندهار ته ورڅخه ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي.

فاروقي له کابل څخه کندهار ته د وارداتي برېښنا د لېږد په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې وارداتي برېښنا له کابل څخه تر غزني ولایت پورې را رسېدلي او له غزني څخه تر کندهاره یې سروې بشپړه شوې او اوس یې د پایو درولو لپاره د ځمکې د استملاک چارې روانې دي.

د سولري برېښنا پروژې یوه مسوول انجنیر غورځنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوی کارونه ۷۰ سلنه مخ ته تللي او پاتې کارونه به هم ژر پای ته ورسېږي.

ده وویل، د دغو پروژو اړوند سامان الات پنځوس سلنه رارسېدلي او نور پر لارې دي.

نوموړي یادونه وکړه چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به دغه پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

د کندهار پانګه وال او عام اوسېدونکي د برېښنا دغو پروژو ته خوښ دي خو په کارونو کې یې له ځنډه شکایت کوي.

د کندهار د صنعتکارانو ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا کمښت د کندهار د ټولو اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.

نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې شوې دي.

د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.

دی وايي، په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاوخوا ٥زره کسان په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

خو نوموړی زیاتوي چې ډېری دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله ولاړې دي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دی غوښتنه کوي چې د دې پروژې چارې دې له شوو ژمنو سره سم چټکې او بشپړې شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.