مزارشريف (پژواک، ۲۶ وږی ۹۷): له هلمنده پيل شوی د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خيبر وايي چې خلک بايد د روانې جګړې پر ضد راپورته شي او له نړيوالو د افغانانو د ژوند خونديتوب غوښتنه وکړي.
نوموړي د وږي په ۲۶مه مزارشريف ښار کې د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل چې خلک بايد د روانې جګړې پر ضد راپورته شي او له نړيوالو د افغانانو د ژوند خونديتوب غوښتنه وکړي.
د سولې ولسي کاروان غړي چې له تېرو درېیو ورځو راهيسې په مزارشريف ښار کې دېره دي، دغلته يې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ليده کاته شوي.
د ياد کاروان سرلاری اقبال خيبر د افغانستان روانه جګړه د امريکايانو د حضور پايله بولي.
نوموړي وويل چې د امريکايانو په موجوديت کې افغانستان د ترهګرۍ پر ستر قرباني بدل شوی دی.
هغه زياته کړه: ((۲۰۰۱ کال کې که افغانستان کې يوه ترهګريزه ډله فعاله وه، اوس پکې ۲۰ ډلې فعالې دي، د امريکايانو په موجوديت کې د دا ډول حالت راتلل دا په ډاګه کوي، چې هغوی رښتيني نه دي)).
خيبر له طالبانو سره د امريکايانو د سولې وروستيو خبرو ته په اشارې وويل، چې امريکا غواړي يواځې د جګړې قومانده بدله کړي.
نوموړی زياتوي: ((ممکن د طالبانو مشران هم د حکمتيار په څېر راوستل شي؛ خو هڅې دې ته روانې دي چې جنګيالي يې د داعش په نوم جګړې ته اماده کړای شي.))
د سولې کاروان مشر زياتوي چې امريکايان غواړي د داعش ډلې له حضور څخه د افغانستان د ګاونډيو او ټوله سيمه کې د لاسوهنو استفاده وکړي.
هغه پر افغانانو غږ وکړ چې د يادو جګړه ييزو اهدافو د مخنيوي لپاره بايد سره يوموټی شي او پر ميليوني لاريونونو لاس پورې کړي.
خيبر وايي: ((موږ بايد يو موټی شو، د جګړې پر ضد ميليوني لاريونونه پيل کړو او جهانيانو ته ووايو چې موږ ترهګر نه يو، ترهګرۍ تاسې سره راغلې ده.))
په ورته وخت کې د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې مشر حميد صفوت وايي چې افغانان بايد د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي کاروان غږ بدرګه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن