کابل (پژواک، ٢٦ وږی ٩٧): اجرائیه رییس له امریکا سره امنیتي تړون ته د بیا کتنې غوښتنه د ځينو کسانو شخصي غوښتنه بولي او وايي، دغه موضوع په هېواد کې د امنيتي وضعیت له ښه کېدو سره هېڅ مرسته نه کوي.
په وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړو، جهادي مشر صبغت الله مجددي او ځينو سیاسي څېرو امریکا په افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ناکامه وبلله و له دغه هېواد سره پر امنیتي تړون یې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې لاسلیک شو.
له افغانستان سره د امریکا امنیتي تړون ته بیا کتنه
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، ځیني سیاسي ګوندونه او سازمانونه د خپلو شخصي ګتو لپاره دا ډول موضوعات مطرح کوي.
هغه زیاته کړه: ((دا یوه بهانه ګڼم او فکر کوم چې نه په هېواد کې له امنیتي وضعیت او نه د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوي.))
د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو په دوام کې وویل: ((هغه سیاسیون چې دغه موضوع مطرح کوي، داسې نه ده چې خبر نه دي، له بده مرغه ځیني شخصي مسایل چې مخکې موجود وو، د دې سبب کېږي چې په ټولنه کې یوه داسې موضوع مطرح کړي چې د هېواد له امنیت او ارامۍ سره هېڅ مرسته نه کوي.))
هغه د دې په ویلو سره چې په افغانستان کې نا امنۍ د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېږي او اوس هم په هېواد کې تروريستي پټنځایونه شته، دغه مسئلې د افغانانو، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اړتیا رامنځته کوي او ویې ویل: ((د دې موضوع تر پوښتنې لاندې راوستل د افغانانو غوښتنه نه ده او په دې برخه کې هېڅوک د افغانانو استازیتوب نه شي کولای.))
عبدالله دې ته په اشاره چې ځينې خلک ادعا کوي چې له امریکا سره امنیتي تړون ته بیا کتنه د ټولو افغانانو غوښتنه ده او دوی د خلکو له ادرسه خبرې کوي زیاته کړه: ((که ځان ته هر عنوان ورکړي او ووايي چې موږ د افغانانو په استازيتوب خبرې کوو چې دغه امنیتي تړون ته دې بیا کتنه وشي او که په هر ځای کې د دغه امنیتي تړون د لغوه کېدو غږ پورته کړي، غوښتنې یې د منلو وړ نه دي.))
بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دې جرګې په عمومي ناسته کې له افغانستان سره د امنیتي تړون په اړه د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړه بېړنۍ وبلله او ویې ویل، په اوسنیو شرایطو کې د امنیتي تړون لغوه کېدل او هغه ته بیا کتنه د افغانستان په ګټه نه ده.))
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې شکریې پیکان احمدي وویل: ((په دې حساسو شرایطو کې له امریکا سره امنیتي تړون ته بیا کتنه او لغوه کېدل یې د افغانستان په ګټه نه دي؛ ځکه امریکا د امنیتي ځواکونو د تجهیز او معاش ورکولو سربېره د ځينو پرمختیايي پروژو ملاتړ هم کوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن