ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي د ټاکنو بهیر کې د ښځو ګډون تر نارینه وو لس سلنه ډېر دی

د دایکنډي د ټاکنو بهیر کې د ښځو ګډون تر نارینه وو لس سلنه ډېر دی

author avatar
18 Sep 2018 - 15:30
د دایکنډي د ټاکنو بهیر کې د ښځو ګډون تر نارینه وو لس سلنه ډېر دی
author avatar
18 Sep 2018 - 15:30

نیلي (پژواک، ۲۷ وږی ٩٧): یو شمېر مېرمنو په دایکنډي کې په داسې حال کې چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، له ټولنیزو ناخوالو سره د مبارزې، د ښځو له حقونو د دفاع او نرواکې ټولنې په مقابل کې د درېدو لپاره ځانونه ولسي جرګې ته کاندید کړي دي.

سره له دې په دغه ولایت کې په تېرو څو دورو ټاکنو کې د ښځو ګډون د نارینه وو په څېر زیات و خو د ولسي جرګې د څوکیو لپاره یې نوماندي کم رنګه وه خو په راتلونکو ټاکنو کې ولسي جرګې ته ډېرو مېرمنو ځانونه نوماند کړي دي.

په دایکنډي ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر د معلوماتو له مخې، په راتلونکو ټاکنو کې له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته اتو مېرمنو ځانونه کاندید کړي او له ۱۷۰زره ډېرو رایو ورکوونکو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې چې ۵۵ سلنه یې مېرمنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو پر وړاندې د سخت دريځۍ دودونو د حاکمیت او په ځينو ولایتونو کې د خپلو حقونو په اړه د ښځو د کمو معلوماتو له امله د ښځو نوم لیکنه کم رنګه ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ونډې پر اساس د دایکنډي ولایت لپاره د ولسي جرګې ۴ څوکۍ ځانګړې شوې چې یوه یې په مېرمنو پورې تړاو لري.

هغه مېرمنې چې ولسي جرګې ته یې ځانونه کاندید کړي وايي، له نارینه و سره د سیالۍ له لارې غواړي په دايکنډي ولایت کې د څوکیو زیاته برخه ښځې ترلاسه کړي.

دغه مېرمنې باور لري چې په ولسي جرګه کې د ښځو ډېره وڼده دوی ته توان ورکوي چې د ټولنې له ناخوالو سره په مبارزه کې د ښځو له حقونو دفاع وکړي او ټولنه له یو غږی څخه وژغوري او د یووالي کلمه په واقعي بڼه د خلکو ترمنځ تمثیل کړي.

له دې ډلې مېرمنو فاطمې اکبري پژواک ته وویل: ((راتلونکو ټاکنو ته زما د نوماندۍ وجه دا ده چې د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړم، ما د یوې ځوانې په حیث له هغو ټولنیزو ناخوالو سره چې د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو سبب شوي، تصمیم نیولی چې د ټاکنو په دې دوره کې کاندیده شم او د ښځو له حقونو دفاع وکړم.))

نوموړې زیاته کړه، فکر نه کوي چې په ټاکنیزو سیالیو کې له کومې لویې ستونزې سره مخ شي، خو اندېښنه یې څرګنده کړه چې د ځينو سیاسي ګوندونو له خوا د کاندیدو مېرمنو په اړه ناسم تبلیغات د ښځو په اړه منفي ذهنیت پيدا کوي؛ ځکه په دایکنډي کې زیاتره کاندیدې مېرمنې خپلواکې دي او د هېڅ سیاسي ګوند له ادرسه یې ملاتړ نه کېږي.

هغې وویل: ((له ټولو سیاسي ګوندونو غواړم چې د بدو تبلیغاتو له لارې د ښځو پر وړاندې عامه فکرونه کډوډ نه کړي ا

و دغه راز د ټاکنو په بهیر کې لاس وهنه ونه کړي څو ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي څو د خپلواکې سیالۍ اصل چې د ټاکنو اساس جوړوي، رښتینی شي.))

له دایکنډي ولایت څخه ولسي جرګې ته کاندیدې رعنا کامل وویل: ((د دایکنډي د جغرافیې ناسموالی له امنیتي پلوه د کاندیدانو لپاره ستونزې رامنځته کوي؛ ځکه که کوم کاندید وغواړي سیالان یې وګواښي پرته له دې چې حکومت یې لاره پیدا کړي، دغه کار په اسانۍ کولای شي چې په دې کار ښځې ډېرې زیانمنېږي.))

نوموړي زیاته کړه، په دغه ولایت کې د ټاکنیزو مرکزونو کارکوونکي باید قومي چلند ونه کړي او د بې طرفۍ د اصل په ساتلو د رایې ورکولو په ورځ د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره هڅه وکړي.

دغه مېرمنې ټینګار کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید له ټولو کاندیدانو سره یو شان چلند وکړي او د سیاسي ګوندونو او زورواکو د لاسوهنې مخه ونیسي.

په دایکنډي کې یوې محصلې عزیزې رضايي وویل چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او د باور وړ داسې کاندیدانو ته رایه ورکوي چې وکولای شي د ملت په کور (ولسي جرګه) کې د خلکو رښتينې اراده تمثیل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او باید ټول خلک له قومي، سمتي، ژبنیو او مذهبي مسایلو پرته په دغه بهیر کې ګډون وکړي.

مېرمن رضايي په ورته وخت کې نا امني په ټاکنو کې د ښځو د ګډون د مخنیوي لپاره ګواښ وباله او ویې ويل، حکومت باید د دایکنډي د مېرمنو دغه هیله له خاورو سره برابره نه کړي، باید امنیت راولي او نه یوازې په دایکنډي، بلکې په ټولو ولایتونو کې د ښځو لپاره لازم فرصت رامنځته کړي څو ښځې د نارینه و په شان له خپلو مشروع حقونو استفاده وکړي.

په ورته وخت کې ۶۰ کلنه زلیخا سره له دې چې زده کړې نه لري، خو په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې پر پېژندپاڼه سټېکر لګولی وايي، تر اوسه یې په څو دورو ټاکنو کې ګډون کړی او د خپلې خوښې کسانو ته یې رایه ورکړې ده.

نوموړې زیاته کړه: ((په راتلونکو ټاکنو کې هم ګډون کوم او یوې مېرمنې ته رایه ورکوم، ځکه ښځې د نارینه و په پرتله د خلکو ښه استازيتوب کوي.))

هغې زیاته کړه، په ټاکنو کې د ګډون لپاره د کورنۍ نور غړي هم هڅولي دي.

بلخوا په دایکنډي کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس امان الله فضلي د دې په منلو چې په راتلونکو ټاکنو کې د تېرو دورو په پرتله ډېرو ښځو نوم لیکنه کړی ده، وویل، په دې دوره کې د ولسي جرګې لپاره له دایکنډي ولایت څخه اتو ښځو او ۳۱ نارینه و ځانونه کاندید کړي چې په تېره دوره کې څلورو مېرمنو ځانونه کاندید کړي وو.

نوموړي زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه کوي چې د قانون په چوکاټ کې د ښځو او نارینه و لپاره په مساوي ډول یو شان خدمتونه وکړي.

هغه وویل: ((موږ هڅه کوو چې د ټاکنو په ترسره کېدو او تخنیکي برخه کې مرسته وکړو او هېڅکله چا ته په ټاکنو کې د درغلۍ اجازه نه ورکوو او د خلکو له رایو په ښه ډول ساتنه کوو، موږ ته ښځې او نارینه یو ډول حقوق لري.))

خو هغه زیاته کړه چې په دایکنډي ولایت کې هېڅ داسې ګواښ نشته چې ولسي جرګې ته د ښځو د نوماندۍ مخه ونیسي، د ښځو زیاته برخه اخیستل ښکاره کوي چې دوی د نارینه وو په پرتله یو ګام مخکې دي او د دوی ګډون زیات دی.

پر همدې مهال د ښځو د حقونو فعالان له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته د ډېرو ښځو کاندید کېدل په حکومتي ادارو کې د ښځو د حضور او له هغو رواجونو سره د مبارزه لپاره چې په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د ښځو د ګډون مخنیوي کوي اغېزمن بولي.

خو د ښځو د حقونو یاد فعالان د نارینه و په ګټه د ښځو د رایې کارول چې ولسي جرګې ته د ښځينه کاندیدانو د بريالیتوب مخه نیسي، د اندېښنې وړ بولي.

دوی وايي، په دغه ولایت کې د ټاکنو په بهیر کې تل د نارینه و په پرتله د ښځو ګډون زیات و، خو د مېرمنو د عامه پوهاوي د کموالي، د نرواکۍ کلتور او د رایې ورکولو په برخه کې د ښځو د نه خپلواکۍ له امله د دوی رایې د نارینه و په ګټه کارول کېږي.

په دایکنډي کې د ښځو د حقونو فعالې لیلا حجتي وویل: ((زه ډېره خوشاله یم چې مېرمنو د اوسني وضعیت په درک کولو او د ډيموکراسۍ له اصل څخه په ګټې اخیستو له نارینه و سره د قانون جوړولو لويې مرجع ته سیالي کوي، موږ په رښتینې ډول اړتیا لرو چې په پارلمان کې ډېرې ښځې شتون ولري او د ښځو له حقونو دفاع وکړي.))

د ښځو د حقونو بلې فعالې زهرا اندېشمند وویل: ((حقیقت دا دی چې د دایکنډي مېرمنې د رایې ورکولو خپلواکي نه لري، نو له دې امله موږ ډېر اندېښمن یو چې ښځې پرته له خپلې ۲۵ سلنه برخې چې له دغه ولایت څخه یوازې یوه څوکۍ ورته ځانګړې شوې، نه شي کولای زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي.))

په همدې حال کې د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې په ټاکنو کې د مېرمنو د ګډون لپاره هېڅ سیاسي ممانعت شتون نه لري.

مدني فعال رحمت الله شریعتي وویل: ((دا سمه ده چې د دایکنډي په یو شمېر سیمو کې ستونزې شته خو دومره نه دي چې پارلمان ته د ښځو د بریالیتوب مخه ونیسي، د ښځو ډېرې ستونزې د دوی ضعیفه اراده ده، دوی هېڅکله د ښځو د ملاتړ لپاره منظم کار نه دی کړی او نه یې کوي.))

د نیلي اوسېدونکي محمد همدرد وویل: ((موږ ته ښځه او نارینه توپیر نه لري، موږ د ښایسته سالارۍ په لټه کې یو چې رایه ورکړو، له نېکه مرغه په دې دوره کې له دایکنډي څخه فعاله مېرمنې پارلمان ته کاندیدې دي او زه ډاډه یم چې له دغه ولایت څخه به له یوې ډېرې مېرمنې پارلمان ته لار پیدا کړي.))

په دایکنډي ولایت کې دیني عالم محمد ابراهيم وویل: ((سیاسي مشارکت د هر افغان حق دی، نو ښځې هم کولای شي د تصمیم نیولو په برخه په ځانګړې توګه ټاکنو کې برخه واخلي، خو د اسلامي قانون په چوکاټ کې.))

نوموړي زیاته کړه، ښځې د نارینه وو په پرتله ډېرې زره سواندې دي او کولای شي چې په دې برخه کې ښه رول ولوبوي.

که څه هم پخوا ښځو یوازې د څلورو دېوالونو ترمنځ یوازې په کورنیو کارونو او د اولاد په روزنه مصروفې وې، خو اوس د دغه ولایت ډېرې مېرمنې په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې برخه اخلي او تل د وضعیت د ښه کېدو او موجوده ستونزو د حل لپاره له نارینه وو سره اوږه په اوږه کار کوي، اوس چې ټاکنیزې سیالۍ هره ورځ ګرمېږي وبه لیدل شي چې له دایکنډي ولایت څخه څو مېرمنې ولسي جرګې ته لار پيدا کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.