کابل (پژواک، ٢٧ وږی ٩٧): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د افغانستان د پارلماني ټاکنو ترسره کېدو د احتمالي ځنډ خبر ورکړی او ويلي يې دي چې د ټاکنو کمېسیون د ادارو تړل ښايي د ټاکنو د خنډ لامل شي او دغه بهیر وغځېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامچي یاماموتو تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خبرو پر مهال وویل، د ستر ملي ايتلاف له خوا د ټاکنو کمېسیون د ادارو تړل کولای شي د ټاکنو ترسره کېدو خنډ وګرځي.
سیاسي ګوندونو دوه ورځې مخکې په یو شمېر ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وویل، په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي مسایلو په دوام اټکل کېږي چې د ولسي جرګې د ټاکنو مهالوېش بدل او له خپل اصلي مسیره بهر شي.
د ملګرو ملتونو سازمان یاد لوړپوړي چارواکي یادونه وکړه چې د تخنیکي او عملیاتي تیاریو سره سره دغه سازمان په افغانستان کې د امنیتي او سیاسي موضوعاتو په اړه اندښمنه لري چې اټکل کېږي پارلماني ټاکنې به له ځنډ سره مخ کړي.
هغه روښانه کړه، د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو وخت هغه مهال تضمینېږي چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو مشران په سوله ییزه توګه له یو بل سره کار وکړي.
یاماموتو څرګنده کړه: ((پارلماني ټاکنې به له شک پرته د افغانستان د ځوانو ډيموکراتیکو ادارو لپاره لویه ازموینه وي، د رایې ورکولو د مرکزونو له دریو یوه برخه به چې شمېر یې اووه زره ته رسېږي د نا امنیو له امله تړلې وي. دغه موضوع د ټاکنو د نه سراسرۍ په اړه اندېښنې رامنځته کړې دي. پوښتنه دا ده چې ټاکنې به نا مناسبې وي او کنه؟ پوښتنه دا ده چې د افغانستان ټاکنیزې ادارې دغه محدودیتونه څه ډول مديریت کوي.))
یوناما په داسې حال کې د افغانستان د پارلماني ټاکنو د پر وخت ترسره کېدو په اړه اندېښنه ښکاره کوي چې له څه مودې راهیسې د افغانستان ستر ملي ايتلاف د ټاکنو په بهیر کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.
د لېږد وړ رايې سیستم (اېم ډي ار) ته د نه لېږدېدو د واحدې رایې د سیستم ( اس ان تی وی) بدلول، د رایې ورکوونکو بایو متریک او سیاسي ګوندونو، ملي اېتلاف او مدني بنسټونو ته د ټاکنو د بهیر د څار ونډه ورکول د سیاسي ګوندونو او بنسټونو هغه غوښتنې دي چې د یوې طرحې په ډول یې افغان دولت ته وړاندیز کړې دي.))
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د ټاکنو کمېسیون د افغانستان د ستر ملي اېتلاف د غوښتنو په غبرګون کې ویلي و چې دوی ددغه کار لپاره پوره وخت نه لري
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن