ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د جګړې د ملکي قربانيانو په شمېر کې ډېروالی راغلی

په ننګرهار کې د جګړې د ملکي قربانيانو په شمېر کې ډېروالی راغلی

author avatar
18 Sep 2018 - 17:58
په ننګرهار کې د جګړې د ملکي قربانيانو په شمېر کې ډېروالی راغلی
author avatar
18 Sep 2018 - 17:58

جلال اباد (پژواک،  ۲۷ وږی ۹۷): په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د پخوا په پرتله په ننګرهار کې د جګړې د ملکي قربانيانو په شمېر کې ډېروالی راغلی او دغه برخه کې يې خپله اندېښنه هم شريکه کړه.

د دغه کمېسيون مشرې صبرینا حميدي د وږي په ۲۷مه جلال اباد ښار کې د جګړې د قربانيانو په ياد جوړه شوې غونډه کې د وينا پرمهال دا څرګندونې وکړې.

مېرمن حميدي وايي،افغانستان او د نړۍ يو شمېر هېوادونه د تروريزم ښکار ګرځېدلي چې له امله د قربانيانو په شمېر کې هر کال زياتوالی راځي او دغه ورځ هر کال په ټولې نړۍ کې د قربانيانو د يادونې په پار نمانځل کېږي.

هغې زياته کړه، له ۱۳۸۸ کال راهيسې تر اوسه په ټول هېواد کې د ۶۴ زره او ۱۰۴ تنه د جګړې قرباني شوي چې ډېر قرباني يې ختيځ زون او په ځانګړې توګه د ننګرهار خلکو ورکړې ده.

حمیدي، که څه هم په مشخص ډول د ننګرهار ارقام وړاندې نه کړل؛ خو يادونه يې وکړه چې دلته تر نورو ولايتونو تلفات لوړ دي.

هغې اندېښنه وښوده چې ننګرهار ورځ تر بلې د جګړې د قربانۍ ډګر ګرځي او په دغه برخه کې يې د افغان حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

صبرينا حميدي غوښتنه وکړه چې حکومت دې دجګړې له قربانيانو سره د مرستو په برخه کې شفافيت رامنځته او هم دې مرستې زياتې کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي حيات الله حيات وايي چې د تروریزم په تپل شوې جګړه کې د افغانانو وژونکو نیول شويو تروریستانو محاکمه به په علني ډول ترسره کړي.

ده وويل، د نړۍ عالمانو روانه جګړه او د تروريستانو ټولې کړنې د اسلام له نظره ناروا بللي او هغه ډلې چې د اسلام په نوم جنګېږي له اسلامه نا خبره  او يا هم د اسلام ضد کړنې کوي.

ننګرهار والي له خلکو وغوښتل چې د وسله والو مخالفينو کړنو پر وړاندې غږ پورته کړي او پرېنږدي چې د دوی سيمو او ژوند ته ګواښ پېښ کړي.

په دغه غونډه کې قومي مشرانو د تروريزم قربانيانو کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو، سرپناه، پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې د مرستو غوښتنې وکړې.

د دغو کسانو له ډلې قومي مشر او د جګړې قرباني رسول ګل چې يو زوی يې په هلمند ولايت کې د اردو په لیکو کې وژل شوی وایي، تر ډېره ورته پاملرنه نه ده شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.