پلخمري (پژواک، ٢٧ وږى ٩٧): ناپېژاندو وسله والو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د جنبش ګوند پخوانى ولایتي مسوول مولوي غوث الدين پر ډزو وژلى دى.
د مولوي غوث الدین د تره زوى بسم الله د وږي په ۲۷مه پژواک خبرى اژانس ته وويل، نوموړى نن سهار وختي له کوره جومات ته روان و چې د ناپېژاندو کسانو له خوا پر ډزو وژل شوی دی. ده وویل: ((د مولوي د وژل کېدو اصلي لامل نه دی څرګند شوى، خو ممکن سیاسي وي؛ ځکه چې دی یوه موده په بغلان کې د جنبش ګوند د ولایتي کمېټې ريیس و.))
د هغه د معلوماتو له مخې، نوموړي دوه کاله په کندوز کې او دا مهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ په زاړه ښار سيمه کې امامت کاوه.
په بغلان کې د جنبش ګوند ولایتي کمېټې غړي چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل چې مولوي غوث الدین د جنبش ګوند د عالمانو شورا فعال غړی هم و.
ده وویل: ((لا نه ده څرګنده چې مولوي چا او ولې یې وواژه، خو هغه له چا سره شخصي دښمني نه لرله او دا مهال يې يواځې امامت کاوه.))
دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال محب الله کوهستاني هم پېښه تايیدوي او وايي مولوي غوث الدین نن سهار څلور نیمې بجې جومات د تلو پر مهال وژل شوی دی.
قوماندان وویل چې پولیس یې د وژنې اصلي لامل پیدا کېدو په لټه کې دي خو خپلوانو یې ورته ویلي چې مولوي غوث الدین د دولت ضد وسله والو له خوا وژل شوی دى.
د يادونې ده، دوه ورځې مخکې هم په مرکزي بغلان ولسوالۍ اتم سړک ته څېرمه د ولسي پاڅون کوونکو پر قوماندان وسله وال برید وشو چې په کې دوه تنه ووژل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن