ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک رییس: د ډالرو د ارزښت لوړېدل د اندېښنې وړ نه ده

د افغانستان بانک رییس: د ډالرو د ارزښت لوړېدل د اندېښنې وړ نه ده

author avatar
18 Sep 2018 - 20:01
د افغانستان بانک رییس: د ډالرو د ارزښت لوړېدل د اندېښنې وړ نه ده
author avatar
18 Sep 2018 - 20:01

کابل (پژواک،۲۷ وږی ۹۷): د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د داخلي اړتیاوو او افغانۍ د ثبات لپاره بازار ته ډالر عرضه کوي، خو نه شي کولای د ګاونډیو هېوادونو د غوښتنو د پوره کولو لپاره ډېر ډالر بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک رییس خلیل صدیق د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د هرې ورځې په تېرېدو د افغانۍ ارزښت له لاسه ورکولو په خاطر مشرانو جرګې بللی و.

د روانې میاشتې (وږي) په لومړۍ نېټه د یو امریکايي ډالر بیه ۷۲،۹۰ افغاني وه، خو په دې وروستیو کې ۷۷،۹۰ افغانیو ته پورته شوې ده، خو نن یو امریکايي ډالر په ۷۵،۸۰ افغانۍ بدلېده.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو له افغانستان څخه ايران ته د ډالرو قاچاق او د نړیوال بانک له خوا بازار ته د ډالرو کم عرضه کېدل د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت راکمېدو لاملونه وبلل.

خو خلیل صدیق وویل، ایران ته د ډالرو پر قاچاق سربېره په هېواد کې ناامني، په نړۍ کې د ډالر د بیې لوړېدل، د سوداګرۍ کمښت، د داخلي تولیداتو د کچې کموالی او اقتصادي نه پرمختګ هغه لاملونه دي چې د افغانۍ ارزښت یې راکم کړی دی.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((زه دا نه ردوم چې ډالر نه قاچاق کېږي، د دغه کار دوام زموږ په خیر نه دی، د افغانستان بانک دغه موضوع او د ډالرو د قاچاق منفي اغېزې په رسمي ډول له اړوندو ارګانونو سره د رسمي مکتوب له لارې شریک کړې دي، موږ د قانون تنفیذي قوه نه لرو.))

هغه زیاته کړه: ((د ډالرو د بیې لوړېدل د اندېښنې وړ نه دي، خو د دغه وضعیت دوام د اندېښنې وړ ده، خو مرکزي بانک بازار ته د ډالرو په پلور توانېدلی چې د غیر کنټرول شوو نوساناتو مخه ونیسي.))

نوموړي وویل، د بهادار اسنادو پلور او بازار ته د ډالرو عرضه هغه دوه انتخابونه دي چې مرکزي بانک یې د پیسو د غیرقابل کنټرول نوساناتو د مخنیوي لپاره په لاس کې لري.

د صدیق به خبره، د هېواد مرکزي بانک په روان کال کې ۱،۶ ميلیارده امریکايي ډالر د نوساناتو د کنټرول لپاره بازار ته وړاندې کړي دي، خو په مقابل کې یې ۱،۸ مېلیارد ډالر ترلاسه کړي دي چې له همدې امله د افغانۍ ډېر کم نوسانات د اندېښنې وړ نه دي.

هغه زیاته کړه: ((تېره اونۍ په یوه ورځ کې د هېواد د پیسو بازار تقاضا ۳۰ ميلیون ډالر اټکل شوه، خو بله ورځ دغه تقاضا ۴۲ مېلیارد ډالر شوه او موږ پيدا کړه چې دویمه تقاضا رښتینې نه ده او هغو ته مو پاملرنه ونه کړه.))

هغه وویل، د امریکا د متحده ایالانو د اقتصادي ودې په ښه کېدو ټولو اسعارو په بېلا بېلو کچو خپل ارزښت د ډالر په مقابل کې له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، افغانۍ هم په نړیوالو بازارونو کې د ډالر د ارزښت په زیاتېدو ټيټه شوه، خو دا ټيټېدل د ګاونډیو هېوادونو د پیسو په پرتله کم و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.