ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان سوداګریز مالونه به ډېر ژر د لاجورد له لارې اروپا ته صادر شي

د افغانستان سوداګریز مالونه به ډېر ژر د لاجورد له لارې اروپا ته صادر شي

author avatar
18 Sep 2018 - 18:40
د افغانستان سوداګریز مالونه به ډېر ژر د لاجورد له لارې اروپا ته صادر شي
author avatar
18 Sep 2018 - 18:40

کابل (پژواک، ٢٧ وږی ٩٧): د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د ۳۲ سلنه صادراتو د زیاتېدو او د افغان او هندي سوداګرو تر منځ د ۳۰۰ هوکړه لیکونو د لاسلیک خبر ورکړ او ويې ویل، ډېر ژر به له لاجورد لارې د افغانستان د سوداګریزو مالونو ټولګه اروپا ته صادره شي.

 د هند او افغانستان تر منځ د پانګونې او سوداګرۍ دویم نړیوال نندارتون د وږي په ۲۰ په ممبي کې جوړ شو چې ۳۰۰ افغان سوداګرو لسګونه قلمه کرنیز محصولات او لاسي صنایع لکه غالۍ، زېورات او نور نندارې ته ایښي و.

 د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په دې نندارتون کې د افغان او هندي سوداګرو تر منځ د ۳۰۰ ميلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۳۰۰ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

 نوموړي د یادو هوکړه لیکونو په اړه جزيیات ورنه کړل خو ویې ویل، د دغو هوکړه لیکونو له مخې د افغانستان محصولات د هند بېلا بېلو سیمو ته وړل کېږي.

صادرات

 د عبدالرحیمزي په خبره، د افغانستان صادرات د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو(د ۱۳۹۶ کال د مرغومي له لومړۍ تر اوسه) کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲ سلنه زیات شوي دي.

 د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۷۷ ميلیون امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات درلودل په داسې حال کې چې په تېر ټول کال کې دغه شمېره ۷۸۷ ميلیون ډالرو ته رسېږي.

د لاجود لار

 د سوداګرۍ وزارت اداري او مالي مرستیال وویل، د لاجورد د ترانزیټي لارې د هوکړه لیک له مخې تر راتلوونکې یوې میاشتې له افغانستان څخه اروپا ته په امتحاني ډول سوداګریز مالونه  صادرېږي.

 د لاجورد ترانزیټي لارې هوکړه لیک د تېر کال په لړم میاشت کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو همکاریو په اووم کنفرانس کې د افغانستان، ترکیې، ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ لاسلیک شو.

د راپورونو له مخې، د دې هوکړه لیک اغېزمن عملي کېدل د ترانسپورټي بنسټونو د اسانه کولو، د ګمرکونو د همغږه کېدو د بهیر چارې، د سوداګرۍ زیاتېدل، د هغو هېوادونو د اوسېدونکو تر منځ چې له دې هوايي دهلېز څخه ګټه اخلي د اقتصادي اړیکو د پراخېدو او کار رامنځته کېدو لپاره زمینه برابروي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، دغه دهلېز د افغانستان له تورغونډۍ او اقینه بندرونو څخه پیل او د ترکمنستان له ترکمنباشي بندر سره تړلی دی.

د افغانستان سوداګریز مالونه د خزر له بحیرې څخه تر تېرېدو وروسته د اذربایجان هېواد باکو بندر ته او له هغه ځایه د ګرجستان د باتومي او بوتي او د ترکیې د قارس بندر ته وروسته بیا د کښتيو په وسیله اروپايي هېوادونو او بالکان ته انتقال شي.

 د خپلواکو بنسټونو د څېړنو په اساس، دغه مسیر چې تاریچه یې تر دوه زره کلونو رسېږي د ابرېشم لارې اساسي مسیر و. په هغه وخت کې د لاجوردو په ګډون د افغانستان قېمتي ډبرې د بدخشان له کانونو له همدې لارې اروپا، بالکان او د مديترانې سواحلو هېوادونو ته صادرېدې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.