د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا د ځينو ادارو رییسان له شاوخوا لسو کلونو راهیسې پر خپلو څوکیو پاتې دي

د پکتيا د ځينو ادارو رییسان له شاوخوا لسو کلونو راهیسې پر خپلو څوکیو پاتې دي

Sep 18, 2018 - 17:11

ګردېز (پژواک، ٢٧ وږى ٩٧): د پکتيا ولايت د ځينو ادارو رييسان له تېرو شاوخوا پنځو او لسو کلونو راهيسې پر يوې څوکۍ دنده ترسره کوي، خو خلک يې له کارونو خوښ نه دي او د لرې کېدو غوښتنه يې کوي.

په دغو رياستونو کې د ټولګټو چارو، ترانسپورټ، اطلاعاتو او کلتور، له نشه يي توکو سره د مبارزې، عدليې، حج او اوقافو، برېښنا، کانونو، سره مياشت او ځينې نورې ادارې شاملې دي.

د پکتيا اوسېدونکي، ولايتي شورا او مدني فعالان په دې ادارو کې د بدلون غوښتنه کوي او وايي چې ځيني رياستونه ميراثي شوي او خدمتونه يې هم د پام وړ نه دي.

ګردېز کې مدني فعال رحمت الله رحيمزي د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر غني څه موده وړاندې په يو فرمان کې سپارښتنه کړې وه چې په ولايتونو کې دې هغه رييسان تبديل شي چې له درېیو کلونو زيات په يوه ځای کې په دنده پاتې شوي وي.

د هغه په وينا، پکتيا کې ځيني داسې رييسان شته دي چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په همدې يو پُست کار کوي او خلک هم ترې راضي نه دي.

نوموړی وايي: ((له دې رييسانو ولس په عذاب دى، ځکه هېڅ خدمات نه وړاندي کوي، خلکو ته يې تاوان رسېږي، خو مرکزي دولت يې په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا پخوانی غړی حفيظ الله مبارز وايي چې ځيني کسان د ځانګړو اړيکو او شخصي ګټو لپاره د ځينو داسې رييسانو ملاتړ کوي چې ډېری ورته رياستونه هېڅ يا کم فعاليت لري او بايد جدي اصلاحات په کې راشي.

مبارز پژواک ته وويل: ((داسې رييسان شته چې له مرکز څخه د ځينو کسانو او کړيو له خوا حمايه کېږي او ډېر کلونه کېږي چې دوی دلته دنده اجرا کوي. هغه ستونزې چې په رياستونو کې بايد حل شي، خو د دې رييسانو له خوا نه حل کېږي او ولس ته خدمات نه وړاندې کوي.))

قومي مخور او مدني فعال ښايسته جان احدي پر مسوولو ادارو کلکه نيوکه کوي چې د اداري اصلاحاتو قانون نه پلی کېږي او په خبره يې هېڅ قانون نه دى توانېدلى چې د ميراثي ادارو مخنيوی وکړي.

احدي پرته له دې چې د چا نوم ياد کړي وويل چې ياد رييسان په مشخصو وکيلانو او لوړپوړو چارواکو پورې اړوند دي.

دی وايي: ((بعضې بستونه چې اوس اعلان ته تللي، بيا هم په کې همدا کسان شارټ لېست شوي دي. موږ حيران يو چې په دې وطن کې د خلکو قحطي ده چې دې ادارو ته نور څوک نه پيدا کېږي.))

د دې رييسانو له ډلې د پکتيا د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالغفور چې له ١٣٨٥کال راهيسې ياده دنده ترسره کوي، وايي چې د تغيير او بدلون پرېکړه د لوړو پوړو چارواکو کار دى.

ده وويل: ((زه چې راغلم دلته د حج او اوقافو يو لوېشت ځمکه نه وه، درې يا څلور کسانو کار کاوه، لوى جوماتونه او نور امکانات نه وو، زما په وجود کې دا هر څه مهيا شول، زموږ د پاتې کېدو دليل خو بايد زموږ له پورته چارواکو پوښتنه وشي، خو موږ پاک پاتې شوي يو، نور کومه پشتيوانه نه لرو.))

هڅه مو وکړه چې له نورو رييسانو سره هم خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی هم دا اداري ستونزه او نيمګړتيا بولي او وايي چې ځيني رييسان او ولسوالان له ډېرو کلونو پر يوه څوکۍ دنده ترسره کوي.

ځاځي وويل چې د ډېرو کلونو پاتې شوي مسوولين د مسووليت کافي احساس نه کوي او ښايي له بېلابېلو کسانو سره د فساد او نورې لارې هم جوړې کړي.

دی وايي: ((موږ بار بار له ولايت مقام سره دا ستونزه شريکه کړې او ورته ويلي مو دي، چې د ولايت په رهبري د ادارو يو ګډ هيئت تعيين شي، د ادارو بررسي وکړي، که ښه کار يې کړی وي، پاتې شي او که کار يې نه وي کړی بايد پر ځای يې يو مسلکي او وطن پرست شخص مقرر شي.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د ادارو د هغو رييسانو نومونه يې له مرکزي حکومت سره شريک کړي چې له څلورو کلونو زيات په دغه ولايت کې پر دندو بوخت دي.

کټوازي پژواک ته وويل: ((ولسمشر ارګانهای محل، اداره امور او اصلاحات اداري ته وظيفه ورکړې وه چې يو خاص مېکانېزم جوړ کړي او دا رييسان نورو ولايتونو ته تغيير کړي، دا چې تر اوسه دا خاص مېکانيزم نه دی جوړ شوی، نو دا چاره تر اوسه پاتې ده، خو موږ د داسې رييسانو لېست له مرکز سره شريک کړی دی.))

د يادونې ده، د پکتيا تر څنګ په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې هم داسې کسان شته دي چې له ډېرو کلونو راهيسې پر يوې څوکې دنده کوي او خدمات يې هم محسوس نه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement