ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د ځينو ادارو رییسان له شاوخوا لسو کلونو راهیسې پر خپلو څوکیو پاتې دي

د پکتيا د ځينو ادارو رییسان له شاوخوا لسو کلونو راهیسې پر خپلو څوکیو پاتې دي

author avatar
18 Sep 2018 - 17:11
د پکتيا د ځينو ادارو رییسان له شاوخوا لسو کلونو راهیسې پر خپلو څوکیو پاتې دي
author avatar
18 Sep 2018 - 17:11

ګردېز (پژواک، ٢٧ وږى ٩٧): د پکتيا ولايت د ځينو ادارو رييسان له تېرو شاوخوا پنځو او لسو کلونو راهيسې پر يوې څوکۍ دنده ترسره کوي، خو خلک يې له کارونو خوښ نه دي او د لرې کېدو غوښتنه يې کوي.

په دغو رياستونو کې د ټولګټو چارو، ترانسپورټ، اطلاعاتو او کلتور، له نشه يي توکو سره د مبارزې، عدليې، حج او اوقافو، برېښنا، کانونو، سره مياشت او ځينې نورې ادارې شاملې دي.

د پکتيا اوسېدونکي، ولايتي شورا او مدني فعالان په دې ادارو کې د بدلون غوښتنه کوي او وايي چې ځيني رياستونه ميراثي شوي او خدمتونه يې هم د پام وړ نه دي.

ګردېز کې مدني فعال رحمت الله رحيمزي د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر غني څه موده وړاندې په يو فرمان کې سپارښتنه کړې وه چې په ولايتونو کې دې هغه رييسان تبديل شي چې له درېیو کلونو زيات په يوه ځای کې په دنده پاتې شوي وي.

د هغه په وينا، پکتيا کې ځيني داسې رييسان شته دي چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په همدې يو پُست کار کوي او خلک هم ترې راضي نه دي.

نوموړی وايي: ((له دې رييسانو ولس په عذاب دى، ځکه هېڅ خدمات نه وړاندي کوي، خلکو ته يې تاوان رسېږي، خو مرکزي دولت يې په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا پخوانی غړی حفيظ الله مبارز وايي چې ځيني کسان د ځانګړو اړيکو او شخصي ګټو لپاره د ځينو داسې رييسانو ملاتړ کوي چې ډېری ورته رياستونه هېڅ يا کم فعاليت لري او بايد جدي اصلاحات په کې راشي.

مبارز پژواک ته وويل: ((داسې رييسان شته چې له مرکز څخه د ځينو کسانو او کړيو له خوا حمايه کېږي او ډېر کلونه کېږي چې دوی دلته دنده اجرا کوي. هغه ستونزې چې په رياستونو کې بايد حل شي، خو د دې رييسانو له خوا نه حل کېږي او ولس ته خدمات نه وړاندې کوي.))

قومي مخور او مدني فعال ښايسته جان احدي پر مسوولو ادارو کلکه نيوکه کوي چې د اداري اصلاحاتو قانون نه پلی کېږي او په خبره يې هېڅ قانون نه دى توانېدلى چې د ميراثي ادارو مخنيوی وکړي.

احدي پرته له دې چې د چا نوم ياد کړي وويل چې ياد رييسان په مشخصو وکيلانو او لوړپوړو چارواکو پورې اړوند دي.

دی وايي: ((بعضې بستونه چې اوس اعلان ته تللي، بيا هم په کې همدا کسان شارټ لېست شوي دي. موږ حيران يو چې په دې وطن کې د خلکو قحطي ده چې دې ادارو ته نور څوک نه پيدا کېږي.))

د دې رييسانو له ډلې د پکتيا د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالغفور چې له ١٣٨٥کال راهيسې ياده دنده ترسره کوي، وايي چې د تغيير او بدلون پرېکړه د لوړو پوړو چارواکو کار دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.