کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٧): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړى استازى وايي چې حکومت يې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې له نږدې تعقيبوي.
د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان سفير او دايمي استازى محمود صيقل دغه څرګندونې تېره شپه د امريکا په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغې ځانګړې غونـډې ته کړې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه خپل راپور د امنيت شورا غړو ته وړاندې کړی دی.
صيقل زياته کړه چې د ولسمشر اشرف غني حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې له نږدې څاري څو په هېواد کې ١٧ کلنه جګړه پاى ته ورسېږي.
د هغه په وينا، افغان حکومت د سولې د هلو ځلو د ملاتړ لپاره د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع په رامنځته کولو بوخت دى.
خو د افغانستان ځانګړي استازي ګواښ وکړ چې د ځينو کړيو له لاسوهنو سره د سولې هلې ځلې سبوتاژ کېدلى شي.
خو په افغان سوله کې د پاکستان د مهم رول يادونه وکړه او ويې ويل چې د پاکستان همکارۍ سره په دې برخه کې پرمختګ کېداى شي.
هغه په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسليک شوي د عمل پلان يادونه وکړه او ويې ويل چې د دغه پلان له پلي کېدو سره سوله ممکن کېداى شي.
صيقل وايي: ((موږ د خپلو ځينو همکارانو له خوا له طالبانو سره د سولې په اړه اړيکې له نږدې تعقيبوو.))
نوموړي د امنيت شورا ته د افغان ملي ځواکونو د پرمختګونو او وړتياوو په اړه هم معلومات ورکړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن