کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٧): د پوهنې وزارت مسوولين وايي چې په کابل ښار کې ۲۱ زده کوونکي او دوه ښوونکي مسموم شوي دي.
د پوهنې وزارت د خپرونو رئيس کبير حقمل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن کابو لس بجې د کابل ښار د ۱۱مې تعلیمي حوزې اړوند عبدالقادر بېدل لېسه کې د ناپېژاندو کسانو له خوا یوه ټولګي ته یو ډول مارکر قلم غورځول شوی، چې له هغه نه خاکستري رنګه پوډر وتلى دى.
ده زياته کړه، د همدې پېښې له امله ۲۱ زده کوونکي او ۲ استادان مسموم شوي دي.
د هغه په وينا، مسموم شوي زده کوونکي او ښوونکي د مریم لېسې کلینیک ته لېږدول شوي او د روغتیايي حالت تر ښه کېدو وروسته یې کورونو ته تللي دي.
دى وايي، دا پېښه تر څېړنې لاندې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن