ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په زابل کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: په زابل کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
18 Sep 2018 - 11:42
چارواکي: په زابل کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
18 Sep 2018 - 11:42

کلات (پژواک، ٢٧ وږى ٩٧) : د زابل ولايت چارواکي وايي چې په يوه هوايي بريد کې ددولت  ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د وږي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو تېره شپه په يوولسو بجو د ارغنداب ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې طالبان د پوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول، پر وخت هوايي ځواک هم سيمې ته ورسېد او پر طالبانو يې بريدونه وکړل.

سيال وايي، په دغو بريدونو کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نور يې ټپيان شوي دي.

د والي وياند وايي چې په دې نښتو کې دوه پوليس هم وژل شوي او درې ټپيان دي.

نوموړي دغه راز وويل چې پرون سهار په شهر صفا ولسوالۍ هم وسله والو طالبانو کندهار ښار ته د برېښنا پر لېږدونکو کارکوونکو بريد کړى او درې تنه يې ټپيان کړي دي.

سيال زياتوي چې وسله والو طالبانو د لويې لارې کنډک د احمدزيو پر پوستې هم بريد کړى چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او څلور ټپيان دي.

د هغه په وينا، دغه راز په دې بريد کې د يو قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه ټپيان دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د ارغنداب ولسوالۍ د سرخسنګ په سيمه کې يې بريدونه کړي او د دوو قوماندانانو په ګډون يې ګڼ شمېر پوليس وژلي دي.

هغه ويلي چې طالبانو ته زيان نه دى اوښتى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.