ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صیاد: په کومو ولایتونوکې چې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي پاتې شي، د غزني ولایت له برخلیک سره به مخامخ شي

صیاد: په کومو ولایتونوکې چې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي پاتې شي، د غزني ولایت له برخلیک سره به مخامخ شي

author avatar
19 Sep 2018 - 20:28
صیاد: په کومو ولایتونوکې چې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي پاتې شي، د غزني ولایت له برخلیک سره به مخامخ شي
author avatar
19 Sep 2018 - 20:28

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۹۷): د ټاکنو کمېسیون په راتلونکو ټاکنو کې د ګوندونو ټولې غوښتنې د عملي کېدو نه بولي؛ خو وايي چې د شفافیت لپاره هڅه کېږي، څو د ټاکنو پر ورځ رایه ورکوونکي بایومتریک شي او ګوندونه له بهیر څخه څارنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن په کابل کې د ټاکنو شپږمې ملي غونډې پرمهال چې د سیاسي ګوندونو استازو، پر ټاکنو د څار بنسټونو او مدني فعالانو په کې ګډون درلود، د سیاسي ګوندونو نظریات یې د درناوي وړ وبلل، ویې ویل چې د سیاسي ګوندونو ټولو قانوني غوښتنو ته په درنه سترګه کتل کېږي.

د رایه ورکوونکو بایومتریک کېدل او څو بعدی سیستم ته د نه لېږد واحدې رایې د ټاکنو سیستم بدلون، د ستر ملي ایتلاف له مهمو غوښتنو څخه دي چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون ورسره مخالفت کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد، نن په دې ناسته کې د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته په اشارې سره وویل چې د ټاکنو پر ورځ د رایه ورکوونکو بایومتریک او څارنې سره کومه ستونزه نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((د څار په برخه کې ګوندونه کولی شي له دې ملي پروسې څخه د اعتبارلیک په ترلاسه کولو سره نظارت وکړي او د بایومتریک په برخه کې هم هڅه کوو او هیله ده چې راتلونکو ټاکنو کې یواځې د ټاکنو پر ورځ د رایه ورکوونکو د پېژندنې او د رایې له تکرار څخه د مخنیوي په خاطر له بایومتریک سیستم استفاده وشي.))

هغه په ډاګه کړه چې د ټاکنو پر ورځ له بایومتریک سیستم څخه د استفادې لپاره یې له ځینو کمپنیو سره مشوره کړې ده او اوس هڅې روانې دي چې د بودیجې او تدارکاتو ستونزه هم هواره شي.

صیاد د دې مطلب په څرګندولو سره چې د ټاکنو په سیستم کې په څو اړخیز سیستم د نه لېږد واحدې رایي بدلون لپاره د قانون تغییر ته اړتیا ده، زیاته یې کړه چې د قانون بدلون د ولسمشر صلاحیت دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر، ناامني د ټاکنو ترسره کولو پر وړاندې یوه ستونزه یاده کړه، ویې ویل: ((بهرني دښمنان، داعش، طالب، ګاونډي هېوادونه د خپلو تحرکاتو له لارې او له لیست څخه یو شمېر حذف شوي او په لیست کې شامل وکیلان هڅه کوي څو د ټاکنو ترسره کولو پر وړاندې خنډ وګرځي.))

هغه، د دې مطلب په بیان سره که په ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتی دفترونه تړلي پاتې شي، د یاد ولایت ټاکنې به د غزني ولایت له برخلیک سره مخامخ شي، زیاته کړه: ((موږ او تاسو په عملي ډول وليدل چې یوې ډلې د کمېسیون دروازه وتړله او کمېسیون ورته د حل لار پیدا کړه، بلې ډلې د کمېسیون دروازه و تړله او په پایله کې یاد ولایت له ټاکنو محروم شو.))

صیاد ګواښ وکړ، که دا وضعیت دوام ومومي، هغه نوماندان چې د ټاکنو کمېسیون د ساحوي دفترونو په تړلو کې لاس لري، د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو له لیست څخه به واېستل شي.

نوموړي، په دې برخه کې د هېوادوالو، مدني فعالانو او سیاسي ګوندونو همکاري ارزښتناکه وبلله، څرګنده یې کړه چې د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره باید له دې ملي بهیر څخه څارنه وشي څو له زیان څخه خوندي شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر عبدالعزیز اریایي چې په دې غونډه کې یې خبرې کولې، وویل: ((د سیاسي ګوندونو پر مشرانو او د ملي یووالي حکومت پر مشرانو چې څومره باور لرم، زه باوري یم چې هېڅکله ملي ګټې د خپلو شخصي ګټو نه قرباني کوي او ډاډه یم چې له دې کړکیچ څخه بهر کېږو او د تلې ۲۸مې ټاکنو پر لور روان یو او ځو به.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.