ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان په چک پاينټونو کې د مسافرينو د تلاشۍ پرمهال له ښځو کار اخلي”

“طالبان په چک پاينټونو کې د مسافرينو د تلاشۍ پرمهال له ښځو کار اخلي”

author avatar
19 Sep 2018 - 13:54
“طالبان په چک پاينټونو کې د مسافرينو د تلاشۍ پرمهال له ښځو کار اخلي”
author avatar
19 Sep 2018 - 13:54

میمنه (پژواک، ٢٨ وږى ٩٧): دفارياب والي ادعا کوي چې وسله وال طالبان د ميمنې_مرازشريف لارې له بندولو وروسته د دولتي کارمندانو د پېژندنې او مسافرو د تلاشۍ په موخه په چک پاينټونو کې له هغو ښځو چې دوى پورې اړه لري، کار اخلي .

د فارياب والي نقيب الله فايق پژواک اژانس ته وويل چې طالبان د شرين تګاب او دولت اباد ولسواليو اړوند پر لويه لار د ښځو په وسيله چې په دوى پورې اړوندې دي مسافرين تلاشي کوي.   

هغه زياته کړه: ((د طالبانو دا عمل نه بښونکى جنايت دى او ما دا موضوع د ويډيو کنفرانس له لارې له ولسمشر سره هم شريکه کړې .))

ده وويل چې له يوې اوونۍ راهيسې طالبانو د شرين تګاب –خواجه سبزپوش پر لاره په ٤٠نقطو کې پر قير سړک جغل او خاورې اچولي او د سړک په ځينو برخو کې يې د اسکواټرو په وسيله جر ايستلى دى.

د هغه په وينا، طالبان له دې کار سره بې له دې چې خلکو ته ستونزې پيدا کړي او سړک او عام المنفعه تاسيسات تخريب کړي ، بل هدف نه لري .

درې اوونۍ مخکې د طب پوهنځي يوه محصله چې له ميمنې څخه د کابل پرلور تلله وسله والو طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ د شيخانو په سيمه کې له موټره ښکته کړې وه .

خو د دولت اباد ولسوال عبدالرزاق کاکړ وويل چې دغه نجلۍ له نيم ساعت وروسته د سپين ږيرو په هلو ځلو را خوشې شوه .

په دولت اباد کې د طالبانو يوه لوړپوړي قوماندان وويل: (( هغو دوو کسانو چې دغه محصله نجلۍ يې له موټره ښکته کړې وه د پاکستان د کويټي چمن سيمې ته تللي او د امارت له مسوولينو غوښتنه شوې ده چې هغوى ونيسي.))

دغه طالب مسوول په چک پاينټونو کې د ښځو ګومارل رد کړل او ويې ويل چې که د ولسمشر ښځه هم له سړک څخه تېره شي څوک ورسره کار نه لري او څوک چې دغه ډول ستونزې جوړې کړي جدي کړنه ورسره کېږي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.