ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په دولتي ادارو کې د ښځو سمبوليکه ونډه د جګړې د دوام لامل ګرځېدلې”

“په دولتي ادارو کې د ښځو سمبوليکه ونډه د جګړې د دوام لامل ګرځېدلې”

author avatar
19 Sep 2018 - 16:31
“په دولتي ادارو کې د ښځو سمبوليکه ونډه د جګړې د دوام لامل ګرځېدلې”
author avatar
19 Sep 2018 - 16:31

خوست ښار (پژواک، ٢٨ وږی ۹۷): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي چې په دولتي ادارو په ځانګړي ډول د سولې په عالي شورا کې د ښځو سمبوليکه ونډه په هېواد کې د جګړې د دوام لامل ګرځېدلې.

دا څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزيرې حسينه ساپۍ نن د (وږي ۲۹مه) په خوست ولايت کې د افغان ښځو لپاره د سولې د ملي اجماع په اړه يوې غونډې ته وکړې، چې ددې ولايت سلګونه مېرمنو په کې ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزيرې وويل، هغه واک او صلاحيت چې د افغانستان اساسي قانون او په هېواد کې نورو فافذه قوانينو ښځو ته ورکړی،هغوى ترې بې برخې دي.

نوموړې وايي چې په هېواد کې د نرواکۍ او د ناسمو دودونو د حاکميت له امله  مېرمنې دافغان سولې ترڅنګ په نورو ډېرو ملي پروسو او مسايلو کې يواځې سمبوليکه ونډه لري، نور هيڅ واک او اختيار نه لري.

ساپۍ زياته کړه: ((که افغانستان کې موږ د سمبوليک رول نه شروع کړې نه وای اوس به دغلته نه وای. موږ د اسلام ترڅنګ د هېواد نافذه قوانينو په رڼا کې خپله ونډه غواړو. که چېرې موږ ته موقع راکړل شي او زموږ غږ واورېدل شي، نو موږ کولی شو خپل مشکلات په خپله ژبه ووايو او د حل لار يې په خپله ووايو.))

د خوست والي حکم خان حبيبي هم غونډې ته په وينا کې وويل چې د هېواد په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې د افغان مېرمنو ونډه ډېره پيکه ده.

هغه د هېواد شته وضعيت ته په اشارې سره اړينه وبلله چې د نارينه وو په څېر مېرمنو سره هم په ټولو ملي مسايلو کې سلا مشوره وشي او د هغوی نظر ته په درنه سترګه وکتل وشي.

دى وايي: ((د اسلام مقدس دين اساساتو، نافذه قوانينو او زموږ ټولنيزو اړيکو ته په کتو باندې دغه ناسم دودونه چې د ښځو د پرمختګ مخه يې نېولې لرې شي او اړتيا ته په کتو بايد ښځې د ژوند په ټولو برخو کې کار وکړي او ددې لپاره بايد جدي مبارزه وکړو.))

په همدې حال کې د ښځو چارو وزارت د پاليسۍ او مسلکي چارو مرستيالې سپوږمۍ وردګ دغې غونډې ته وويل چې په ډېرو مواردو کې ښځې هغوی سره د شوي ناسم چلند له امله نه غواړي، په ځينو مسايلو کې خپل نظر څرګند کړي.

نوموړې زياتوي: ((تعصب هغه بدکلمه ده چې د سولې د منځه تګ سبب کيږي او سوله د کورنۍ د غېږې نه پيل کيږي او همدا مور ده چې يو کس روزي چې د وطن لپاره د خپل سر نه تېريږي او همدا مور ده چې يو کس روزي انسانان له منځه وړي او جنګ ته لمن وهي، نو د ښځې رول د يوې کورنۍ د مور په ډول د سولې په راتګ کې ډېر اړين دی.))

په خوست کې د نجونو د بي بي حليمې لېسې يوې ښوونکې شمعې يادې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، مېرمنې غواړي چې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړي، خو په هېواد کې د شته امنيتي ستونزو له امله دې کار ته زړه نه شي ښه کولی.

شمعې زياته کړه: ((که سوله وي موږ کولی شو په ښه توګه تدريس وکړو، زده کوونکي وروزو او ټولنې ته ښه کادرونه وړاندې کړو او که سوله نه وي موږ نه شو کولی خپلې دندې ته رسيده ګي وکړو او نه زده کوونکي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.