ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هند کې د افغانستان سفير له خپلې دندې څخه استعفا وکړه

په هند کې د افغانستان سفير له خپلې دندې څخه استعفا وکړه

author avatar
19 Sep 2018 - 19:04
په هند کې د افغانستان سفير له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
author avatar
19 Sep 2018 - 19:04

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٧): په هند کې د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي په داسې حال کې له خپلې دندې څخه استعفا کړې چې ولسمشر غني نن همدې هېواد ته په سفر تللى دى.

د نوموړي استعفا ليک د هغه په تويټر پاڼه کې خپور شوى دى.

په دې ليک نوموړي ولسمشر ته ليکلي چې ده مخکې تصميم درلود چې په هېواد کې دننه په تېره بيا په اوسنيو او کړکېچنو حالاتو کې د خلکو له غوښتنې سره د خلکو د خدمت جوګه شي، نو يې وغوښتل چې نور په بهر کې خپله دغه ډيپلوماتيکه دنده پاى ته رسوي.

ده زياته کړې، غواړي هېواد ته راشي او دلته د خلکو او هېواد په منځ کې د سولې، پرمختګ او ملي يووالي په لاره کې د خلکو په ملاتړ هلې ځلې پيل کړي.

خو ده ليکلي: "دا چې ستاسو رسمي سفر په مخکې و، ما وغوښتل چې د هېواد د ملي ګټو او د دوو دوستو هېوادونو د ځانګړو اړيکو له امله خپله استعفا ستاسو تر دغه سفر پورې وځنډوم، اوس چې دغه سفر په بري سره پاى ته ورسېد، تاسو ته له خپلې اوسنۍ ډيپلوماتيکې دندې څخه خپله استعفا د هېواد خلکو ته د لا ښه، ګټور او ملي خدمت په موخه وړاندې کوم."

نوموړي له ولسمشر څخه غوښتي چې د ملي ګټو او ملي غوښتنو په خاطر يې استعفا ومني.

ولسمشر محمد اشرف غني، د يوه پلاوي په مشرۍ نن سهار هندوستان ته لاړ او هلته يې د دې هېواد له لومړي وزير سره کتلي دي.

د یادونې ده چې شيدا له تېرو شپږو کلونو راهيسې ياده دنده ترسره کوله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.