کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۹۷): په کندهار کې تازه د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو بله پېښه ثبت شوې چې له دې سره په روان کال کې د دغو پېښو شمېر ۷ ته ورسېد.
دا په تېرو څو اوونیو کې د پولیو دویمه پېښه ده چې په کندهار کې ثبتېږي او له همدې امله دغه ولایت د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو له خطره ډکه سیمه ګڼل شوې ده.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت په يوې مرکې کې پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیو نوې پېښه د کندهار ښار د نهمې ناحیې د لویې ویالې په ساحه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، په پولیو اخته ماشوم ۱۴ میاشتې عمر لري او راسته پښه یې فلج شوې ده.
دی وايي، له دې سره روان کال په کندهار کې د پولیو پېښو شمېر ۷، د زون په کچه ۹ او د ټول هېواد په کچه ۱۴ ته ورسېد.
له دې جملې د پولیو ۳ پېښې په شاولیکوټ، ۱ په ارغنداب، ۱ په سپين بولدک، ۱ په خاکرېز او ۱ په کندهار ښار کې او دغه راز ۱ په اروزګان، ۱ په هلمند، ۲ په ننګرهار او ۳ په کونړ ولایتونو کې دي.
د ده په خبره، سږ کال د ټولې نړۍ په کچه د پولیو ۱۸ پېښې ثبت شوې چې ۱۴ یې په افغانستان او ۴ یې په پاکستان کې دي.
نوموړی زیاتوي، دا چې د نړۍ په کچه د پولیو ډېرې پېښې په کندهار کې ثبت شوي، همدا سیمه د دغو پېښو تر ټولو له خطره ډکه سیمه ګڼل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن