ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترينکوټ کې شل طالبان او د خاص اروزګان مخکينى امنيه قومندان وژل شوي

ترينکوټ کې شل طالبان او د خاص اروزګان مخکينى امنيه قومندان وژل شوي

author avatar
19 Sep 2018 - 19:49
ترينکوټ کې شل طالبان او د خاص اروزګان مخکينى امنيه قومندان وژل شوي
author avatar
19 Sep 2018 - 19:49

ترينکوټ (پژواک ٢٨ وږى ٩٧): د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، د يوه قومندان په ګډون شل وسله وال طالبان په بمبار کې او د خاص اروزګان پخوانى امنيه قومندان د خپل وراره له خوا وژل شوي دي.

د دې ولايت د امنيې قومندانۍ د لومړي کنډک قومندان زين الله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو دغه ډله د ترينکوټ په "ده جوز" سيمه کې پر مرکز د بريدونو لپاره راټول شوي وو چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو له خوا پرې هوايي بريد وشو.

ده زياته کړه، په دې بريد کې د ترينکوټ لپاره د طالبانو د پوځي مسوول ملا ياسر او د کوټوالو او شاه منصورو امنيتي کمربندونو د جګړې رهبري کوونکي طالب قومندان سالار په ګډون شل وسله وال وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د ترينکوټ ښار شمال لوېديځ ته يې هم د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې پرمختګ کړى او ګڼ شمر ماينونه يې کشف او له منځه وړي دي. دغه راز د صوفيانه سيمه هم له وسله والو پاکه کړې او هلته يې په ستراتيژيکو سيمو کې پنځه امنيتي پوستې جوړې کړې دي.

طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

له بلې خوا په اروزګان کي د خاص اروزګان ولسوالی پخوانی امنیه قومندان حاجي حسن د خپل ورور د دوو زامنو له خوا په مرکز ترینکوټ ښار کي د تومانچې په ډزو وژل شوی دى.

دغه مطلب د امنیه قومندان د لومړۍ حوزې امر نظر محمد پژواک ته په ډاګه کړه.

ده وويل چې پېښه د کورنیو او په ځانګړې توګه د ځمکې پر سر د ستونزې له مله رامنځ ته شوې ده.

د ده په خبره، قاتلين دواړه پولیسو نیولي او دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

د اروزګان د ولایتي روغتون یوی سرچینې پژواک ته وویل چې له دې پېښې څخه یو تن په داسې حال کې ور وړل شوى چې په لاره کې يې ساه ورکړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.