ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق: د ټاکنو کمېسیون د دفتر په پرانېستلو کې له زوره کار نه اخلو

جنرال رازق: د ټاکنو کمېسیون د دفتر په پرانېستلو کې له زوره کار نه اخلو

author avatar
19 Sep 2018 - 15:38
جنرال رازق: د ټاکنو کمېسیون د دفتر په پرانېستلو کې له زوره کار نه اخلو
author avatar
19 Sep 2018 - 15:38

کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۹۷): د کندهار امنیه قوماندان وايي، د ټاکنو د کمېسیون د دفتر په پرانېستلو کې له زوره کار نه اخلي او غواړي له سوله ییزې لارې دغه ستونزه هواره کړي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان ژغورنې په نوم د جوړ شوي ایتلاف پلویانو په کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفترونه وتړل او پر وړاندې یې د اعتراض په توګه خېمې ووهلې.

معترضینو ویل چې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي او شفافیت هیڅ ضمانت نشته او تر هغه چې غوښتنې یې نه وي منل شوې د دفترونو پرانېستلو ته اجازه نه ورکوي.

له دې وروسته د کورنيو چارو وزارت خبرداری ورکړ چې هیڅوک هم د ټاکنو د دفترونو د بندولو حق نه لري او په دې تړاو یې د ولایتونو امنيتي مسوولينو ته دنده وسپارله چې د ټاکنيزو دفترونو بشپړ امنيت تامين کړي او د اړتيا پرمهال له قوې هم ګټه واخلي.

په تېرو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي ځواکونو د ټاکنو د کمېسیون دفترونه پرانېستل خو په کندهار کې لا هم تړلی دی.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي له سوله ییزې لارې دغه ستونزه هواره کړي او د ټاکنو د کمېسیون د دفتر په پرانېستلو کې به له زوره کار وانخلي.

نوموړي د وږي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، له وزارت څخه ورته د اجراتو حکم شوی چې دوی یې متابعت کوي، خو نه غواړي چې د معترضینو پر وړاندې له قوې کار واخلي.

هغه زیاته کړه: ((له زور او قوې یوازې د وطن د دښمنانو پر وړاندې کاراخلو.))

دی وايي، لاریون او اعتراض د ولس حق دی او دوی هڅه کوي دغه ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي، نه د زور، ګواښ او اخطار له لارې.

د هغه په وينا، يو پلاوی په دنده ګومارل شوی څو له اعتراض کوونکو سره خبرې وکړي، هغوی ته   قناعت ورکړي او د ټاکنو کمېسیون دروازه پرانیزي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، ولایتي اداره هم پر دې کار کوي چې هر څه ژر د ټاکنو کمېسیون دفتر بېرته پرانېستل شي.

عزیزي پژواک ته وویل، همدا نن هم دغه موضوع له نظامي مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې یاده شوه، څو اړوند دفتر پرانېستل شي او کارکوونکي یې خپلو چارو ته په عادي بڼه دوام ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.