د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: د بلخ د چمتال او چهاربولک نا امنۍ سياسي رنګ لري

خلک: د بلخ د چمتال او چهاربولک نا امنۍ سياسي رنګ لري

Sep 19, 2018 - 15:43

مزار شريف ( پژواک، ۲۸وږی ۹۷) د بلخ ولايت د چمتال او چهاربولک ولسوالۍ قومي مشران او اوسېدونکي وايي، چې د يادو ولسواليو وروستۍ نا امني سياسي رنګ لري او يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې په ټاکنو کې د يوه ځانګړي قوم د ګډون مخه ونيسي.

چمتال او چهاربولک د بلخ هغه دوه ولسوالۍ دي، چې د مزار شريف ښار ختيځ لورته په ۴۰ کيلومترۍ کې پرتې دي او په وروستيو کې په کې نا امني زياته شوې ده.

د يادو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې شپږ مياشتې وړاندې يې په سيمو کې وضعيت عادي و؛ خو زياتوي، دمګړۍ د دغو دوو ولسواليو د ودانيو شاوخوا محدودې سيمې حکومتي ځواکونو سره دي او نورې سيمې يې سقوط شوې دي.

کورنيو چارو وزارت او بلخ ولايت مقام هم مني چې په چمتال او چهاربولک کې د مخالفينو تحرکات زيات شوي او په وړاندې يې د پوځي عملياتو د پيلېدو خبره کوي.

د دغو ولسواليو قومي مشران او اوسېدونکي روانه نا امني سياسي دسيسه بولي او زياتوي، چې يو شمېر کړۍ هڅې کوي څو يو ځانګړی قوم له رايې ورکولو څخه محروم کړي.

د چمتال د ولسي شورا رييس حاجي يارمحمد خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دمګړۍ د يادې ولسوالۍ ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده.

نوموړي زياته کړه،شپږ مياشتې وړاندې يې په ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت عادي و؛ خو له تېرو څو ورځو راهيسې په پرله پسې ډول کلي سقوط کوي.

هغه وويل: (( هر ځل د ټاکنو په رانږدې کېدو سره زموږ ولسوالۍ د جګړې پر مرکز بدلېږي، همدا اوس ۸۰ سلنه خاوره د مخالفينو لاس ته لوېدلې او د ولسوالۍ د ودانۍ شاوخوا محدود کلي دولت سره دي)).

يارمحمد خان زياتوي، که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.

نوموړی وايي: (( موږ سره د خپل سر، مال او عزت غم دی، په دې جګړو يې ټاکنې رانه هېرې کړي، يو شمېر کړۍ شته؛ چې غواړي موږ بيا له خپل حق څخه محروم شو)).

دغه قومي مشر د چا نوم نه اخلي خو زياتوي، چې حکومتي مسوولين او مرکزي اداره بايد د يادو خپلسريو مخه ونيسي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی او بلخ کې د بخدي ټولنيز مرکز مشر عطامحمد ساهو هم وايي، چې په تېرو څو ورځو کې د يادې ولسوالۍ زياتې سيمې د حکومت له کنټرول څخه وتلې دي.

هغه پژواک ته وويل،په سيمه يېزه کچه هڅې کېږي، چې يو ځانګړی قوم په راتلونکو ټاکنو کې له رايې ورکولو څخه محروم شي.

د ساهو په خبره، د ټاکنو په هره دوره کې يادې سيمې په قصدي ډول نا امنه کېږي.

نوموړي زياته کړه: (( موږ وينو چې دا نا امني نمايشي ده، دلته يو شمېر خلک شته، چې پارلمان ته د هغو نوماندانو د برياليتوب مخه ونيسي، چې د دې ځای پر سيمه ييز سياست انتقاد لري)).

د بخدي ټولنيز مرکز مشر زياتوي، چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د عملياتو په پايله کې يو شمېر محدود کلي بېرته د حکومتي ځواکونو له خوا ونيول شول، خو په وينا يې چې اوس هم ډېری سيمې طالبانو سره دي.

د هغه په خبره، که امنيتي چارواکي په چهاربولک او چمتال کې د وضعيت د کابو کولو لپاره په جدي ډول لاس په کار نه شي؛ نو د دغو دواړو ولسواليو د زرګونه اوسېدونکو حقونه به تر پښو لاندې شي.

ساهو وويل: (( امنيتي چارواکي بايد لاس په کار شي او خلکو ته دې په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره کړي، زموږ دغې پوښتنې ته هېڅوک ځواب نه وايي، چې ولې هر ځل د ټاکنو په رانږدې کېدو زموږ کلي سقوط کېږي)).

په ورته وخت کې د بلخ ولايت مقام او کورنيو چارو وزارت هم د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د طالبانو وروستي پرمختګونه تاييدوي.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې د چمتال او بلخ د نا امنيو په تړاو د خلکو ټولې اندېښنې پر ځای دي.

فرهاد زياتوي،چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې بلخ ولايت مقام، د بلخ د نا امنيو په تړاو ولسمشرۍ ماڼۍ ته معلومات ورکړي، چې په وينا يې په يادو سيمو کې عملياتي پلان هم جوړ شوی دی.

نوموړي وويل، چې کورنيو چارو وزير په همدې موخه بلخ ولايت ته سفر کړی وو او زياتوي، چې ډېر ژر به په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې د لاسه وتلو سيمو د بيا نيولو په موخه پوځي عمليات پيل شي.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول وايي چې د بلخ سيمه ييزه اداره ژمنه ده؛ څو د دغه ولايت ټولو خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره کړي.

له دې سره د افغانستان د کورنيو چارو وزير بلخ ته د سفر پر مهال پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت د نا امنۍ د کابو کولو لپاره يې لازم ترتيبات نيولي دي.

ويس احمد برمک زياته کړه چې په همدې موخه يې مزار شريف کې د ځانګړو ځواکونو نوې قطعه جوړه کړې، چې د بلخ په نا امنه ولسواليو کې وضعيت بېرته عادي حالت ته راولي.

بلخ کې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر مسوولين هم وايي، چې ټاکنې به په هغو سيمو کې ترسره کوي، چې د امنيت په تړاو يې دوی ته ډاډ ورکړل شي.

د ټاکنو کمېسيون د ځايي دفتر رييس، فضل احمد حياتي پژواک ته وويل، چې په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې د امنيتي ننګونو راپورونه دوی ته هم رسېدلي دي.

هغه که څه هم کره شمېره په ډاګه نه کړه؛ خو ويې ويل، چې دمګړۍ هم په يادو ولسواليو کې ځيني ټاکنيز مرکزونه تړلي او يو شمېر يې تر لوړ امنيتي تهديد لاندې دي.

د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس زياته کړه، چې په دې تړاو له امنيتي ځواکونو سره همغږي لري او هره ورځ امکان لري، چې په امنيتي وضعيت کې بدلون راشي. حياتي د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت او خلکو ته په انتخاباتو کې د ډاډمنې فضا رامنځته کول د امنيتي سکتور مسووليت وباله.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement