ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر کروندګر : طالبان په زور عشر راڅخه اخلي

د لوګر کروندګر : طالبان په زور عشر راڅخه اخلي

author avatar
19 Sep 2018 - 15:02
د لوګر کروندګر : طالبان په زور عشر راڅخه اخلي
author avatar
19 Sep 2018 - 15:02

پل علم(پژواک،٢٨وږى٩٧): د لوګر يو شمېر کروندګر شکايت کوي چې سږکال يې ښه حاصلات نه دي ترلاسه کړي خو ترڅنګ يې بيا طالبانو په زور عُشر ترې اخيستى دى.

د لوګر د مرکز پل علم اړوند د نيازيو کلي اوسېدونکي احمد جان د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال يې د وچکالۍ له امله له غنمو او نورو کرل شويو توکو څخه د تېرو کلونو په پرتله نيمايي حاصلات هم نه دي ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: (( له يوې خوا مو حاصلات ښه نه دي، له پلوه بيا طالبان پټي په پټي ګرځي او له کروندګرو نه په زور عشر اخلي، له ما نه يې د غنمو، روميانو او نورو سبزيو د عشر په نوم ١٢ زره افغانۍ واخيستې چې دا راته ډېر غټ تاوان دى.))

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ د کُتب خېلو سيمې يو کروندګر ميرويس هم پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې هم طالبانو په زور له کروندګرو څخه عُشر ټول کړى دى.

ده وويل: (( کروندګرو سږکال د ګټې په ځاى تاوان کړى، اوبه نه وې، حاصلات سم ونه شول، لږ چې وشول هغه مو په نيمه بيه خرڅ کړل او بيا طالبان هم راغلل په زور يې له موږ څخه عشر واخيسته.))

همدارنګه د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د څرخ په ډېرو سيمو کې طالبانو له کروندګرو څخه عُشر اخيستى دى.

د هغه په وينا، که څوک طالبانو ته عُشر ورنه کړي، د هغوى له لوري وهل کېږي او په زور ترې عُشر اخلي.

ده وويل: ((زه په دې ورځو کې هره ورځ له خپلو باغونو څخه شاوخوا سل منه انګور پل علم ته راوړم که په دې کې لسمه برخه طالبانو ته ورنه کړم په زور يې را نه اخلي او وهي مې هم.))

يادو او د دې ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو له حکومت  څخه غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر يې د دغې ستونزې مخه ونيسي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې طالبان له کروندګرو څخه عشر اخلي.

ده وويل: (( وچکالي ده، بازار نشته، د کروندګرو اقتصاد ضعيف دى، له بل پلوه طالبانو په زور ترې عُشر هم اخيستى دى.))

د وکيل په وينا، دا د حکومت لپاره د شرم ځاى دى چې طالبان کور په کور ګرځي او له خلکو څخه په زر عشر ټولوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.