ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار دوو ولسواليو کې ټاکنو ته د زمينې برابرولو عمليات شوي

د ننګرهار دوو ولسواليو کې ټاکنو ته د زمينې برابرولو عمليات شوي

author avatar
19 Sep 2018 - 20:32
د ننګرهار دوو ولسواليو کې ټاکنو ته د زمينې برابرولو عمليات شوي
author avatar
19 Sep 2018 - 20:32

جلال اباد (پژواک ۲۸ وږی ۹۷): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار کې يې د ټاکنو د خوندي امنيت رامنځ ته کولو لپاره د دغه ولايت دوو ولسواليو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.

دوی وایي، ورته عمليات په څو نورو ولسواليو کې هم پلان شوي او ډېر ژر به په سلسله وال ډول سره ترسره شي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي د وږي په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ملي، عامه نظم او سيمه ييزو پوليسو، ملي امنيت او سرحدي ځواکونو سره يې په ګډه د ټاکنو د امنيت لپاره د ننګرهار بېلابېلو ولسواليو کې چاڼيز عمليات پلان کړي دي.

دی وايي، د دغو عملياتو له ډلې تېره ورځ د دغه ولايت خوږياڼو او بټي کوټ ولسواليو کې عمليات پيل شوي، چې د بټي کوټ هغه دوام لري او د خوږياڼو يې د يو شمېر کليو په تصفيې پای ته رسېدلي دي.

هغه زياته کړه، د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قهر سيلاب نمبر پنځه عملياتو پرمهال د دغې ولسوالۍ ګونديانۍ، سه پای او لوړتۍ سيمې د وسله والو له فعاليتونو پاکې شوې دي.

د يوسفزي په وينا، د يادو کليو د پلټنې په پايله کې شپږ وسله وال له مقاومت پرته له خپلو وسلو سره دولت ته تسليم شوی، دغه راز يو شمېر وسلې او مهمات هم د عمليات کوونکو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په ورته وخت کې د دغه ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې هم د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري د قهر سيلاب نمبر ۱۰ په نوم عمليات ترسره شوي دي.

دغو عملياتو کې چې پرون پيل او نن سهار پای ته رسېدلي، پنځه تومانچې، دوه کلايشنکوفونه، يو ميل ۳۰۳ بر، دوه چره ييز، دوه موټر سايکلونه او نور مهمات تر لاسه شوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، چې ياد عمليات په سیمه کې د امنيت د تامين لپاره ګټور تمام شوي او شونې ده، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکې ټاکنې له کومې امنیتي اندېښنې پرته ترسره شي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ٢٨مه ترسره شي؛ خو په دې وروستيو کې د لوی ملي ايتلاف په نوم د رامنځته شوې ډلې له لوري د څو دفترونو د تړل کېدو په غبرګون د ټاکنو کمېسيون اندېښنه شريکه کړې، چې دغې چارې د ټاکنو پر وخت ترسره کېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.