ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پوليسو د همغږۍ نړيوال بورډ د پوليسو چارو کې مثبت پرمختګونه رامنځته کړي”

“د پوليسو د همغږۍ نړيوال بورډ د پوليسو چارو کې مثبت پرمختګونه رامنځته کړي”

author avatar
19 Sep 2018 - 16:09
“د پوليسو د همغږۍ نړيوال بورډ د پوليسو چارو کې مثبت پرمختګونه رامنځته کړي”
author avatar
19 Sep 2018 - 16:09

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٧): چارواکي وايي، د پوليسو د همغږۍ نړيوال بورډ (IPCB) افغانستان کې د پوليسو په چارو کې مثبت پرمختګونه رامنځته کړي، خو په دې برخه کې ډېر نور کار ته هم اړتيا ده.

دغه بورډ په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې دافغانستان د حکومت او مرسته کوونکو هېوادونو له استازو،له کورنيو چارو وزارت سره د چارو د همغږۍ او اصلاحاتو لپاره د تخنيکي مرستې په موخه جوړ شوى دى.

 د افغانستان دکورنيو چارو وزارت، استراليا، کاناډا، دنمارک، مصر، فنلند، فرانسه، جرمني، ايتاليا، جاپان، هالنډ، ناروې، ترکيه، انګلستان،د امريکا متحده ايالتونه او اووه نړيوال بنسټونه د دغه بورډ غړي دي.  

د ياد بورډ غونډې د افغانستان د کورنيو چارو وزير په مشرۍ جوړېږي او د غړو هېوادونو له سفيرانو يو تن د بورډ د مشرتابه په چارو کې د کورنيو چارو له وزير سره د همکار مشر په توګه کار کوي.

تر اوسه کابل کې د کاناډا شارژدافير د دغه بورډ د ګډ مشر په توګه کار کاوه، خو نن دغه چاره په کابل کې د انګلستان سفير ته وسپارل شوه.

د افغانستان د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د کورنيو چارو وزارت د پرمختګونو په اړه خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د نورو کړنو تر څنګ بايد د ملي امنيتي ځواکونو د قربانيانو کورنيو او معلولينو د ژوند وضعيت ته هم جدي پاملرنه وشي.

هغه زياتوي:"د کورنيو چارو وزارت د چارو د سمون او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ کړنې ترسره کړې دي، د دې تر څنګ ياد وزارت بايد د پوليسو تشکيلات له اوسني وضعيت سره سم وڅېړي او په اړه يې کړنې ترسره کړي."

عبدالله د پوليسو د وړتياوو د لوړولو په برخه کې له بهرنيو مرسته کوونکو هېوادونو مننه وکړه او ويې ويل:"ځينې کسان غير مسوولانه څرګندونې کوي او زياتوي چې بهرنيانو اړينې مرستې نه دي کړي، خو دا موږ ته معلومېږي چې څومره مرستې شوي او کومې لاسته راوړنې لرو؛ تر څنګ يې موږ بايد هڅه وکړو چې د بسياينې پر لور ولاړ شو."

د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويس احمدبرمک نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې ياد بورډ په روان کال کې ځينې لومړيتوبونه درلودل چې تر ډېره بريده پرمختګونه په کې شوي دي.

د وزارت په تشکيلاتي جوړښت او ګومارنو کې بدلونونه راوستل، د اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته ټينګه پاملرنه او په دې اړه کړنې، په تدارکاتي، لوجستيکي، بشري سرچينو او د مېرمنو د ګومارنې په برخو کې اړين اصلاحات د دغه بورډ له مهمو کړنو دي.

هغه زياته کړه،د خيالي سرتېرو د اندېښنې د لرې کېدو په موخه د دې وزارت ۹۷،۵ سلنه تشکيلات بايومټريک شوي او تر راتلونکې يوې نېمې مياشتې به يې ټولې چارې بشپړې شي.

 وزير زياته کړه:"اوس په ډاګه ويلي شم چې د کورنيو چارو وزارت په يو مسوول او حساب ورکونکی بنسټ بدل شوی دی."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.