ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ بورډ نوى رييس معرفي شو

د کرکټ بورډ نوى رييس معرفي شو

author avatar
19 Sep 2018 - 16:49
د کرکټ بورډ نوى رييس معرفي شو
author avatar
19 Sep 2018 - 16:49

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٧) : د کرکټ بورډ نوى رييس عزيز الله فضلي وايي چې ددغې ادارې ټول تشکيل له سره ارزول کېږي.

فضلي چې د ولسمشر ديوه حکم له مخې د افغانستان کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس په توګه ټاکل شوى ، نن د وږي په ٢٨مه، د يو  لړ مراسمو په ترڅ کې د يادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په دې مراسمو کې د کرکټ بورډ پخوانى رييس عاطف مشعل، ددې اداري کارکوونکو، د ملي امنيت شورا مرستيال او ځينو نورو چارواکو او  خبريالانو برخه اخيستې وه.

فضلي له ولسمشر څخه مننه وکړه چې ستر مسووليت يې  ورته وسپاره، خو ژمنه يې وکړه چې تر خپله وسه به خدمت کوي.

نوموړي له عاطف مشعل څخه مننه وکړه چې په تېرو دوو کلونو کې يې دلته مديريت وکړ او يو ښه بنسټ يې پرېښود.

د کرکټ بورډ نوي مشر وويل، رياست يو امتياز نه دى، بلکې يو مسووليت او پر اوږو ستر بار دى  چې دى به يې په ښه توګه د ترسره کولو هڅه کوي.

هغه زياته کړه، هر مسوول چې راځي د ځان لپاره تګلاره جوړوي، دى هم د يوې تګلارې له مخې راغلى او همدا به پلې کوي.

نوموړي وويل،په لومړي سر کې به  د کرکټ بورډ ادارې ټول تشکل ارزوي او له سره کتنه به پرې کوي.

د يادونې ده چې پر کرکټ بورډ ا دارې دا نيوکه کېده چې تر حده زيات کارکوونکي لري او ډېرى کسان د خپلوۍ او واسطې په اساس ګومارل شوي دي.

د کرکټ بورډ پخواني رييس عاطف مشعل بيا د خپلو لاسته راوړنو او مديريت په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه زياته کړه،په اداره کې بايد له ګروپونو جوړولو څخه ډډه وشي، ځکه چې د هغه په وينا، دا کار بيا ستونزې جوړوي.

نوموړي نوي رييس ته ځينې سپارښتنې هم وکړ چې ټول تمرکز د کرکټ اسيايي جام، نړيوال او افغان غوره ليګ ته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.