کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۹۷):چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په ښوراوک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي او په څو ساعته جګړه کې دواړو لوروته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، تېره شپه ۸ بجې لسګونه وسله وال طالبان چې پاکستاني ملېشو یې ملتیا کوله او د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې را اوښتي وو، په ښوراوک ولسوالۍ کې یې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه پيل کړل.
هغه زیاته کړه، د دواړو لورو ترمنځ د سهار تر څلورو بجو جګړه روانه وه چې په پایله کې يې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
ده په دې جګړه کې یوازې د ۲ پولیسو ټپي کېدل ومنل.
دی وايي، د وژل شوو وسله والو له جملې د ۶ جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او پاتې نور د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان او ګردي ځنګل سیمو ته وړل شوي دي.
خو یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وايي، په دې جګړه کې ۴ پولیس هم وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
هاوخوا د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو د سرحدي پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې د امنیتي سرچینو په وینا، دوه پولیس یې وژلي او ۳ یې ټپيان کړي دي.
پېښه د دغې ولسوالۍ د شګو ګودر په سیمه کې تېره شپه ناوخته شوې ده.
خو دغې امنیتي سرچینې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
ښورواک له کندهار ښار څخه د ٢٣٠ کيلو متره په واټن او ارغستان د ۱۰۰ کیلومتره په واټن له ډیورنډ کرښې سره پرتې ولسوالۍ دي چې د چارواکو په وینا، وخت په وخت وسله وال طالبان د پاکستاني ملېشو په مرسته را اوړي او دغلته د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن