د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

صیاد: په کومو ولایتونوکې چې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي پاتې شي، د غزني ولایت له برخلیک سره به مخامخ شي

صیاد: په کومو ولایتونوکې چې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي پاتې شي، د غزني ولایت له برخلیک سره به مخامخ شي

Sep 19, 2018 - 20:28

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۹۷): د ټاکنو کمېسیون په راتلونکو ټاکنو کې د ګوندونو ټولې غوښتنې د عملي کېدو نه بولي؛ خو وايي چې د شفافیت لپاره هڅه کېږي، څو د ټاکنو پر ورځ رایه ورکوونکي بایومتریک شي او ګوندونه له بهیر څخه څارنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن په کابل کې د ټاکنو شپږمې ملي غونډې پرمهال چې د سیاسي ګوندونو استازو، پر ټاکنو د څار بنسټونو او مدني فعالانو په کې ګډون درلود، د سیاسي ګوندونو نظریات یې د درناوي وړ وبلل، ویې ویل چې د سیاسي ګوندونو ټولو قانوني غوښتنو ته په درنه سترګه کتل کېږي.

د رایه ورکوونکو بایومتریک کېدل او څو بعدی سیستم ته د نه لېږد واحدې رایې د ټاکنو سیستم بدلون، د ستر ملي ایتلاف له مهمو غوښتنو څخه دي چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون ورسره مخالفت کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد، نن په دې ناسته کې د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته په اشارې سره وویل چې د ټاکنو پر ورځ د رایه ورکوونکو بایومتریک او څارنې سره کومه ستونزه نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((د څار په برخه کې ګوندونه کولی شي له دې ملي پروسې څخه د اعتبارلیک په ترلاسه کولو سره نظارت وکړي او د بایومتریک په برخه کې هم هڅه کوو او هیله ده چې راتلونکو ټاکنو کې یواځې د ټاکنو پر ورځ د رایه ورکوونکو د پېژندنې او د رایې له تکرار څخه د مخنیوي په خاطر له بایومتریک سیستم استفاده وشي.))

هغه په ډاګه کړه چې د ټاکنو پر ورځ له بایومتریک سیستم څخه د استفادې لپاره یې له ځینو کمپنیو سره مشوره کړې ده او اوس هڅې روانې دي چې د بودیجې او تدارکاتو ستونزه هم هواره شي.

صیاد د دې مطلب په څرګندولو سره چې د ټاکنو په سیستم کې په څو اړخیز سیستم د نه لېږد واحدې رایي بدلون لپاره د قانون تغییر ته اړتیا ده، زیاته یې کړه چې د قانون بدلون د ولسمشر صلاحیت دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر، ناامني د ټاکنو ترسره کولو پر وړاندې یوه ستونزه یاده کړه، ویې ویل: ((بهرني دښمنان، داعش، طالب، ګاونډي هېوادونه د خپلو تحرکاتو له لارې او له لیست څخه یو شمېر حذف شوي او په لیست کې شامل وکیلان هڅه کوي څو د ټاکنو ترسره کولو پر وړاندې خنډ وګرځي.))

هغه، د دې مطلب په بیان سره که په ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتی دفترونه تړلي پاتې شي، د یاد ولایت ټاکنې به د غزني ولایت له برخلیک سره مخامخ شي، زیاته کړه: ((موږ او تاسو په عملي ډول وليدل چې یوې ډلې د کمېسیون دروازه وتړله او کمېسیون ورته د حل لار پیدا کړه، بلې ډلې د کمېسیون دروازه و تړله او په پایله کې یاد ولایت له ټاکنو محروم شو.))

صیاد ګواښ وکړ، که دا وضعیت دوام ومومي، هغه نوماندان چې د ټاکنو کمېسیون د ساحوي دفترونو په تړلو کې لاس لري، د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو له لیست څخه به واېستل شي.

نوموړي، په دې برخه کې د هېوادوالو، مدني فعالانو او سیاسي ګوندونو همکاري ارزښتناکه وبلله، څرګنده یې کړه چې د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره باید له دې ملي بهیر څخه څارنه وشي څو له زیان څخه خوندي شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر عبدالعزیز اریایي چې په دې غونډه کې یې خبرې کولې، وویل: ((د سیاسي ګوندونو پر مشرانو او د ملي یووالي حکومت پر مشرانو چې څومره باور لرم، زه باوري یم چې هېڅکله ملي ګټې د خپلو شخصي ګټو نه قرباني کوي او ډاډه یم چې له دې کړکیچ څخه بهر کېږو او د تلې ۲۸مې ټاکنو پر لور روان یو او ځو به.))

هغه د سیاسي ګوندونو وروستیو اعتراضاتو ته په اشارې، زیاته کړه: ((په ښکاره وایم چې له سیاسي ګوندونو پیل او ان د هغوی اولادونه هم نوماندان دي او ډاډه یم چې له همدې امله دا پروسه سپوتاژ کوي؛ خو په یو ډول پر کمېسیونونو مدني فشارونه واردېږي.))

نوموړي وویل، څوک چې د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې د بحران لامل شي، وروستی ټول مسؤولیت به هم د هغوی په غاړه وي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کوم مسؤولیت نه لري.

اریايي، د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون بهرنیو فشارونو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې له بهر څخه د نظریاتو تپلو لپاره هڅې روانې وي او دي او په راتلونکې کې به هم وي؛ خو ټول بهرني فشارونه دفع شوي او په راتلونکې کې به هم دفع شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پروسې اخلالوونکي دي تشخیص کړي، څو دې ملي بهیر ته زیان وا نه وړي.

هغه وویل چې د شکایتونو کمېسیون، د ټاکنو په ورځ د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو ترڅنګ، اووه زره نورکارکوونکي ګوماري څو د هر راز ننګونې او ستونزې په اړه راپور ورکړي.

په ورته مهال د افغانستان لوی ملي ایتلاف، د ټاکنو په ورځ د بایومتریک سیستم کارولو په تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پریکړه وستایله او د حکومت، ټاکنو کمېسیون او سیاسي ګوندونو ترمنڅ د درې اړخيزې غونډې د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان د لوی ملي ایتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا وویل چې درې اړخېزه غونډه د دې بهیر د عملي کېدو د څرنګوالي او پر نورو مسایلو د بحث لپاره اړینه ده، څو هوکړې ته ورسېږي او پر تطبیق یې کار پیل شي.

له بل پلوه د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتې مرستیالې وسیمې بادغیسي، په ډیټابیس کې د څه باندې ۸،۶ میلیونو رایه ورکوونکو د ثبت خبر ورکړ، ویې ویل چې ښایي د دې اونۍ تر پایه د رایه ورکوونکو نومونه په دې سیستم کې ځای پر ځای شي.

هغې، هېواد ته د ټاکنیزو توکو له را رسېدو خبر ورکړ، زیاته یې کړه چې د ۳۱ ولایتونو نوماندانو د رایه ورکولو پاڼې هېواد ته را رسېدلي دي چې بسته بندي او ولایتونو ته د استولو په حال کې دي.

نوموړې، د هېواد څلور ولایتونو د رایه ورکوونکو تصویب شوي نوملړ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې راتلونکو ورځو کې به د زیاتو ولایتونو د رایه ورکوونکو نوملړ تصویب او د نصبولو لپاره به ولایتونو ته واستول شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي، راتلونکو ټاکنو کې درغلیو ته په اشارې وویل، له سرغړوونکو سره چې په هره کچه وي، قانوني چلند کېږي که د ولسي جرګې څوکۍ ته هم رسېدلي وي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement