ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ټاکنو دفتر تړلو په تور نيول شوي ١٤ کسان خوشې شول

ننګرهار کې د ټاکنو دفتر تړلو په تور نيول شوي ١٤ کسان خوشې شول

author avatar
19 Sep 2018 - 17:06
ننګرهار کې د ټاکنو دفتر تړلو په تور نيول شوي ١٤ کسان خوشې شول
author avatar
19 Sep 2018 - 17:06

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وږی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ټاکنو کمېسيون د دروازې تړلو په تور نيول شوي ۱۴ کسانو يې اعتراف کړی چې د پيسو په بدل کې او په زور دغه کار ته اړ شوي دي.

د افغانستان د لوی ملي ايتلاف له لوري دوه ورځې وړاندې ننګرهار کې د ټاکنو د ولايتي دفتر دروازې مخې ته خېمه ووهل شوه او دغه دفتر يې وتاړه؛ خو د شپې له خوا پرې پوليسو عمليات وکړل، خېمې يې ورټولې او ۱۶ کسان يې پوليسو سره د زورزياتي په تور ونيول شول.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د دغه ايتلاف د رهبرۍ شورا غړي حاجي ظاهر قدير پرون د يو رسنيز کنفرانس پرمهال ګواښ وکړ چې که نيول شوي کسان راخوشې نه شي؛ نو دوی به په لويو اعتراضونو پيل وکړي؛ خو نن چارواکو وويل چې نيول شوي کسان د دغه ايتلاف غړي نه، بلکې مزدورکاران او عادي خلک دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي د وږي په ۲۸مه د يو خبري کنفرانس پرمهال وويل چې په نيول شويو کسانو کې داسې کسان هم شته چې د ۵۰۰ افغانيو بدل کې او يا هم په زوره دغه کار ته اړ شوي دي.

هغه زياته کړه: ((له دوی څخه ۱۴ کسانو يې اعترافونه وکړل چې له ايتلاف سره هېڅ تړاو نه لري، ځينې يې د پيسو په مقابل کې حاضر شوي او ځينې يې د غونډې په نوم راوړل شوي او بيا په زور مجبور شوي چې همالته شپه وکړي.))

دی وايي، د نيول شويو کسانو له ډلې ۱۴ خوشې شوي او دوه نور چې اصلي عاملين دي، دوسيې يې جوړې شوي او څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي حيات الله حيات وايي، هېچاته اجازه نه ورکوي چې د قانون خلاف د کومې دولتي ادارې مخه د مراجعينو پر وړاندې د خپلو شخصي غوښتنو لپاره بنده کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له چا څخه د غونډې او مظاهرې کولو حق نه اخلي؛ خو بايد د قانون له مخې دوی ۴۸ ساعته وړاندې پوليس او امنيتي ادارې د خپل امنيت د خوندي کولو لپاره خبرې کړي او د هغوی په اجازه لاريون او مظاهره تر سره کړي.

د افغانستان د لوی ملي ايتلاف په نوم ډله چې د هېواد يو شمېر سياسيون يې په راس کې دي، د ټاکنو د شفافيت د رامنځته کېدو په اړه يوه طرحه وړاندې کړې او وايي، تر هغه وخته به د ټاکنو کمېسيونونو ته د کار اجازه ورنه کړي، چې دغه طرحه عملي نه کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.