کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٧): هند افغانستان ته د زرو ملي بسونو پر ورکړې سربېره ګڼ شمېر پروژې پلې کوي او توافق وشو چې د دواړو هېوادونو تخنيکي ټيمونه به د دې چارو د ژر عملي کار د پيلولو لپاره زمينه برابروي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني ته نن له غرمې مخکې د نوي ډیلي په حیدراباد ماڼۍ کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تود هرکلی ووایه او له جمهور رئیس څخه یې د بلنې د منلو او هند ته د رسمي سفر له امله مننه وکړه.
سرچينه کاږي، د هېواد جمهوررئیس د هند د لومړي وزیر د رسمي بلنې او د دغه هېواد د خلکو مېلمه پالنې څخه په مننې د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب په هند کې د وروستیو سېلابونو د اوښتو زیانونو له امله غمشریکي وکړه.
هغه وویل، د افغانستان او هند دوستانه مناسبات او دوه اړخیزې همکارۍ ورځ تر بلې پراخېږي.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او هند د دوستانه اړیکو او دوه اړخیزه همکاریو د لا پراختیا، تروریزم سره د ګډې مبارزې او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا، سیمهییز اتصال، د افغانستان – هند هوايي دهلیز د انکشاف، د لوړو، حرفوي او پر لیکه (انلاین) زده کړو او همدارنګه د افغانستان بېلابېلو سکتورونو کې د ګډې پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هند لومړي وزیر وویل، هېواد یې د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمریزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلیو په کچه ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټي سیستم، ۳۵۰ ښاري ملي بسونو د ترمیم او د یو زر نویو ملي بسونو د ورکړې، د غذایي توکو د پروسس او نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول مالي او تخنیکي همکارۍ ته چمتو دی او پر دې توافق وشو چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټيمونه دې ژر تر ژره د عملي کار د پیلولو زمینه برابره کړي.
په دغه کتنه کې ولسمشر غني او لومړي وزیر مودي پر دې توافق وکړ چې د افغانستان او هند تر منځ د هوایي کورېډور د انکشاف په موخه دې د الوتنو شمېر زیات او همدارنګه دې د هرات او امرتسر په ګډون نورو ښارونو ته هم دغه الوتنې پیل شي.
دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې د قېمتي ډبرو د پروسس، صادرولو او د درملو د تولید په موخه دې د افغانستان او هند تخنیکي ټیمونه په ګډه کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو د همکارۍ پروګرام یې پنځه کاله نور هم غځولی او ترڅنګ به یې افغان مامورین هم د بېلابېلو مهارتونو د زده کړې په برخه کې وروزي.
هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د هند د بهرنیو چارو وزیره افغانستان ته سفر وکړي او له افغان لوري سره به د هند او افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو په اړه بحث او خبرې وکړي.
محمد اشرف غني د هند په ممبي کې د افغان او هند تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې ګډ نندارتون د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ګټور وباله او له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول د زېربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې یې د هند د همکاریو قدردانۍ وکړه.
هغه زیاته کړه، د هند ارزښتناکې مرستې به د افغانانو په ژوند کې د مثبت بدلون او هوساینې لامل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن