کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٧) : ولسمشر اشرف غني نن سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هندوستان ته لاړ.
له ارګ څخه د وږي په ٢٨مه، په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پام کې ده ولسمشر د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په کتنه سربېره نن مازيګر د هند بنسټ له لوري يوې جوړې شوې غونډې ته وينا هم وکړي.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري پرون، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر غني به د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي سره ځانګړې ليدنه وکړي.
هغه زياته کړې وه، چې دغه راز ولسمشر به په همدې ورځ د هند په حيدر اباد ښار کې د هند د بنسټ (انډيا فاونډيشن) له خوا جوړې شوې غونډې ته وينا وکړي .
د چخانسوري په وينا چې ولسمشر به ددې غونډې د ګډونوالو سوالونو ته ځوابونه هم ووايي او بېرته به هېواد ته راستون شي.
د نوموړي په وينا، په دغه سفر کې به يو شمېر چارواکي هم له ولسمشر سره ملتيا وکړي.
ويل کيږي چې ولسمشر به د هندي له لومړي وزير سر پر امنيتي همکاريو خبرې وکړي او اټکل کېږي چې هندبه له افغانستان سره د څلورو نورو چورلکو د مرستې اعلان وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن