ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر شينوارو ځانمرګي بريد ٧٠ کونډې او ۳۴۵ يتيمان تر شا پرېښودل

پر شينوارو ځانمرګي بريد ٧٠ کونډې او ۳۴۵ يتيمان تر شا پرېښودل

author avatar
19 Sep 2018 - 15:49
پر شينوارو ځانمرګي بريد ٧٠ کونډې او ۳۴۵ يتيمان تر شا پرېښودل
author avatar
19 Sep 2018 - 15:49

جلال اباد(پژواک ۲۸ وږی ۹۷): د ننګرهار د شينورو قومي مشران وايي چې مومندرې ولسوالۍ کې د دوی پر خلکو شوي ځانمرګي بريد د يوه کلي ۳۴۵ ماشومان يتيمان او نږدې اويا ښځې يې کونډې کړې.

د شينوارو د بېلابېلو ولسواليو قومي مشرانو او ځوانانو د جلال اباد – تورخم لويې لارې په اوږدو کې د مومندرې ولسوالۍ ډکې په سيمه کې د وږي په ۲۰مه لاريون کړى و چې څو ساعته وروسته پرې ځانمرګى بريد وشو.

د وروستيو ارقامو له مخې، په دغه ځانمرګي بريد کې چې له اووياو ډېر کسان وژل شوي او ۱۶٨  ټپيان وو .

په وژل شوو او ټپيانو کې ډېری يې د يوه کلي او يوه قوم دي چې له اره د اچين ولسوالۍ د پېښې اوسېدونکي دي؛ خو د جګړو له امله د دوربابا ولسوالۍ ګړوکو سيمې ته کډه شوي دي.

لاريون کوونکي د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د مشر بلال باچا، د هغه د وروڼو او پلار جلال باچا پر ضد راپورته شوي وو او هغوی يې د بې ګناه انسانانو په وژلو تورنول.

د شينوارو قومي مشر او په ياده پېښه کې ټپي شوي ملک حيات خان د ياد بريد د قربانيانو په اړه پژواک خبري اژانس سره ځينې معلومات شريک کړل.

هغه زياته کړه، ياد بريد يوازې د يوه کلي ۳۴۵ ماشومان يې د پلار له مينې بې برخې او يتيمان کړل او نږدې ۷۰ ښځې يې کونډې کړې.

د يادې پېښې ارقامو ته وروستي لا هم ځکه نه شي ويل کېدلی چې د وژل شويو کسانو دوه برابره يې ټپيان دي او د ځينو د روغتيايي وضعيت په اړه اندېښنې شته، دوه ورځې وړاندې هم په کابل کې يو ټپي د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.

تازه مړ شوى ځوان د يو بې وسه او بې کسه سپين ږيري درېيم زوی دی، چې دغه بريد يې ژوند واخېست، د نوموړي د کورنۍ اووه ځوانان دغه بريد تر خاورو لاندې کړل.

اويا کلن عبدالله چې خپله هم د ګټې وټې نه دی، ۲۵ کسان ورته د پالنې لپاره پاتې شوي؛ خو دى يوازې د خپل ځان د ساتلو توان هم نه لري.

په دغو پنځويشت کسانو کې يې ۴ کونډې نږورګانې او ۱۶ يتيم لمسيان هم دي، چې له دريېو زامنو ورپاتې شول.

نوموړي په داسې حال کې، چې ژړغوني انداز يې خبرې ګډوډې کولې، وويل: ((د ګټې وټې هېڅوک راپاتې نه شول، مشر زوی مې سعيد محمد دوه ښځې کړې وې، څلور يې لورګانې دي او دوه زامن، ورپسې دولت جان دی، يوه يې کونډه پاتې شوه شپږ اولادونه چې درې يې لورګانې دي. بل زوی مې جاويد نومېده، کونډه او دوه اولادونه يې راته پاتې شول.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.