ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال عام خلک او وسله وال وژل شوي

په ننګرهار کې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال عام خلک او وسله وال وژل شوي

author avatar
19 Sep 2018 - 11:26
په ننګرهار کې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال عام خلک او وسله وال وژل شوي
author avatar
19 Sep 2018 - 11:26

جلال اباد (پژواک، ٢٨ وږی ۹۷): د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي چې ځايي خلک وايي، د وسله والو ترڅنګ يې ملکي وګړي هم وژلي دي.

راپورونه وايي، دغه عمليات تېره شپه شوي او ۱۵ کسان په کې وژل شوي چې يوازې دوه يې وسله وال او پاتې نور ملکي وګړي دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر د وږي په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل چې وړمه شپه د ملي امنيت ځواکونو د شېرزادو ولسوالۍ اړوند وډيسار سيمه کې شپني عمليات ترسره کړي دي.

دی وايي،په عملياتو کې ۱۵ کسان وژل شوي چې يوازې دوه يې طالبان او پاتې نور ملکي وګړي دي، چې د ډېر عمر سپين ږيري او کم عمره ماشومان هم په کې شامل دي.

د ميدان وردګو ولايت پخوانى والي او د سيمې قومي مشر عبدالمجيد خوږياڼي هم پژواک ته وويل چې د دغو عملياتو پرمهال ټول ملکي خلک په نښه شوي دي.

دی هم تاييدوي چې په وژل شويو کسانو کې ماشومان او سپين ږيري شامل دي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې عمليات له دوی سره له همغږۍ پرته ترسره شوي، په اړه يې څېړنې کېږي چې جزئيات به يې وروسته په ډاګه شي.

هغه په عملياتو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات وړاندې نه کړل.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو هم رسنيو ته په استولي يو پيغام کې ويلي چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو په سيمه کې د ملکي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.