ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د مارشال فهيم له پوهنتون سره نږدې راکټونه لګېدلي

کابل کې د مارشال فهيم له پوهنتون سره نږدې راکټونه لګېدلي

author avatar
19 Sep 2018 - 13:57
کابل کې د مارشال فهيم له پوهنتون سره نږدې راکټونه لګېدلي
author avatar
19 Sep 2018 - 13:57

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٧) : په کابل ښار کې د مارشال فهيم له نظامي پوهنتون سره نږدې دوه راکټونه لګېدلي، خو زيان نه لري.

د مارشال فهيم نظامي پوهنتون د کابل پنځمې امنيتي حوزې اړونده د قرغې پر سړک موقعيت لري.

د ملي دفاع وزارت وياندجاوېد غفور د وږي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار دوه راکټونه ياد پوهنتون ته څېرمه لګېدلي، خو زيانونه يې نه درلودل.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

د عبدالجبار په نامه د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار يې د دوو چاودنو غږ اورېدلى، خو وروسته معلومه شوه چې هلته راکټونه لګېدلي دي.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې راکټونه د پوهنتون ساحې کې دننه لګېدلي، خو زيان نه لري.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت منلى دى، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن سهار د کابل ښار د قنبر څلور لارې ته څېرمه يې پر نظامي مرکز راکټونه ويشتلي چې له امله يې مالي او ځاني زيان اوښتى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.