د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو شمېر ۷ ته ورسېد

کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو شمېر ۷ ته ورسېد

Sep 19, 2018 - 12:03

کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۹۷): په کندهار کې تازه د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو بله پېښه ثبت شوې چې له دې سره په روان کال کې د دغو پېښو شمېر ۷ ته ورسېد.

 

دا په تېرو څو اوونیو کې د پولیو دویمه پېښه ده چې په کندهار کې ثبتېږي او له همدې امله دغه ولایت د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو له خطره ډکه سیمه ګڼل شوې ده.

 

د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت په يوې مرکې کې پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیو نوې پېښه د کندهار ښار د نهمې ناحیې د لویې ویالې په ساحه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، په پولیو اخته ماشوم ۱۴ میاشتې عمر لري او راسته پښه یې فلج شوې ده.

دی وايي، له دې سره روان کال په کندهار کې د پولیو پېښو شمېر ۷، د زون په کچه ۹ او د ټول هېواد په کچه ۱۴ ته ورسېد.

له دې جملې د پولیو ۳ پېښې په  شاولیکوټ، ۱ په ارغنداب، ۱ په سپين بولدک، ۱ په خاکرېز او ۱ په کندهار ښار کې او دغه راز ۱ په اروزګان، ۱ په هلمند، ۲ په ننګرهار او ۳ په کونړ ولایتونو کې دي.

 

د ده په خبره، سږ کال د ټولې نړۍ په کچه د پولیو ۱۸ پېښې ثبت شوې چې ۱۴ یې په افغانستان او ۴ یې په پاکستان کې دي.

 

نوموړی زیاتوي، دا چې د نړۍ په کچه د پولیو ډېرې پېښې په کندهار کې ثبت شوي، همدا سیمه د دغو پېښو تر ټولو له خطره ډکه سیمه ګڼل شوې ده.

 

دی وايي، د دغو پېښو د کمولو په موخه یې د کندهار د عامې روغتیا ریاست له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای بېړني اقدامات کړي دي.

 

ده د بېلګې په توګه د پولیو ځانګړی زرقي شپږ ورځنی کمپاین یاد کړ چې په دغه ولایت کې روان دی.

 

دغه راز ده خبر ورکړ چې په دې ولایت کې به راتلونکې دوشنبه د واکسیناسیون بل کمپاین هم پيل شي.

 

هغه وویل، د کندهار په چاپېریال کې د پولیو فعال وایرس موجود دی چې له یوه ځایه بل ته لېږدي او د دغې ناروغۍ خطر یې ډېر کړی دی.

 

دغه راز ده یادونه وکړه چې د پولیو د پېښو د ډېروالي بل لامل د واکسیناسیون له کمپاینه د ۵ ولسوالیو پاتې کېدل دي.

 

نصرت زیاته کړه، شاولیکوټ، خاکرېز، غورک، میانشین او معروف هغه ولسوالۍ دي چې د بېلابېلو ستونزو له امله په کې د پولیو واکسین نه ترسره کېږي.

 

دی وايي، په یادو شوو ولسوالیو کې وسله وال طالبان د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه جوړوي.

 

هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان غوښتنه کوي چې په دغو ولسوالیو کې دې د پولیو واکسین جومات په جومات تر سره شي، خو د دوی پالیسي دا ده چې د واکسین کمپاین باید کور په کور تر سره شي.

 

د همدې ستونزې له امله د دغو ولسوالیو له ۱۰۰ زرو ډېرو ماشومانو ته واکسین نه رسېږي.

 

هغه ځينې نورې ستونزې هم دغلته د پولیو د پېښو د ډېرېدو د لاملونو په توګه یادې کړې.

 

هغه وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ هم یو لامل دی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.

 

هغه د دې تر څنګ بله ستونزه د جګړو له امله د بې ځایه شوو کډوالو یاده کړه چې په کندهار کې مېشت شوي او کمزورې شخصي او محیطي حفظ الصحه یې د دغه ویروس خپرېدو ته زمینه برابره کړې ده.

 

دغه راز هغه یادونه وکړه چې لا هم په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

 

نوموړي له دولتي چارواکو، وسله والو مخالفینو او خلکو غواړي چې په ګډه لاس سره ورکړي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسول شي او ژوند یې له خطر څخه وژغورل شي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement