ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په اب بند کې اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني په اب بند کې اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Sep 2018 - 14:18
د غزني په اب بند کې اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Sep 2018 - 14:18

غزني ښار (پژواک، ٢٩ وږى ٩٧): د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون څلور نور ټپيان دي، خو طالبان بيا وايي چې یاده ولسوالۍ يې نيولې ده.

د غزني ولايتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اب بند ولسوالۍ پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

د هغه په وينا، جګړې تر سهاره دوام درلود چې په ترڅ کې یې پنځه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا وايي چې په دې جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان ضياالحق په ګډون څلور نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې لسو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده او په سيمه کې چاڼيز عمليات هم روان دي.

دغه راز د اب بند یوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده.

هغه زياتوي چې په دې جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د اب بند ولسوالۍ پر پوستو، امنيې قوماندانۍ او د ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز بريدونه کړي دي.

ده وويل چې د دغو بريدونو په ترڅ کې طالبانو د اب بند ولسوالۍ ټولې سيمې نيولې دي.

مجاهد وايي چې په دې جګړه کې ١١ پوليس پوليس وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د اب بند ولسوالۍ د نيولو پر مهال درې ټانکونه او څلور رينجر له منځه وړل شوي او ګڼې وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.